هلمند کې طالب چارواکي وایي، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې یې عام وګړو ته د پاکو اوبو رسولو د ۳۰ څاګانو د ترمیم او کیندلو کار پېل کړی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه اطلاعات روز ورځپاڼې ته په رالیږل شوې خبرپانه کې راغلي چې AHF(UN-OCHA) موسېسې په مالي ملاتړ یې د لښکرګاه په ګډون په دیشو او ناوې ولسوالۍ کي د پنځلس حلقې ژورو څاګانو د کیندلو کار پېل کړی دی.
د مسوولینو په خبره چي (۱۵) حلقې پخوانۍ ژورې څاګانې او لاسي پمپونه چي د فعالیت او استفادې څخه لویدلي هغه به هم ترمیم او ورغول شي.
دوی وایي چي د (HAPA) موسېسې له لوري د لښکرګاه ښار په بولان، صافیان، ختیځ لښکري بازار،سور ګودر او کوچني کاریز سیمو کي تخنیکي چارې پیل شوي او زیاتوي چي په ناوې او دیشو ولسوالیو کي به په نږدې راتلونکي کي د یادو ژورو څاګانو تخنیکي چارې هم پیل شي.
خبر پاڼه کې راغلي چي د یادې پروژې په تطبیق سره به په هره ولسوالۍ کې پنځه حلقې ژورې څاګانې وکیندل شي او پنځه هغه به ترمیم او ورغول شي، چې د لښکرګاه په ګډون په دیشو او ناوی ولسوالۍ کې ۹ سوه کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
دا په داسي حال کې ده چې لاهم د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې خلک دڅښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري چې له امله یې ګڼې ناروغۍ رامنځته شوي دي.
