درنو بار وړونکو موټرو د پکتیا او خوست ولایتونو سړکونه خراب کړي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت اوسېدونکي نیوکه کوي، چې په لویو بار وړونکو موټرو کې د زیات وزن له امله د دغه ولایت ډیری پاخه سړکونه تخریب شوي دي.

د دې ولایت اوسېدونکي د طالبانو په ولایتي مسوولینو نیوکه کوي او زیاتوي، چې د هغوی د نه پاملرنې له امله له ټاکلې اندزې پورته مالونه په موټرو کې انتقالیږي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکی جمال وفا اطلاعات روز ته وویل، چې د کابل-ګردېز، ګردېز-خوست او ګردېز-پټان پر لویه لاره هره ورځ لسګونه ټیلر او نور لوی موټر چې د ډبرو سکاره پکې بار وي په دغو لارو تګ راتګ کوي چې له امله یې د سړکونو ډیری برخې ویجاړې کړې دي.

د نوموړي په خبره چې د طالبانو د نه پاملرې له امله له پاکستان څخه په سیمنټو بار موټرې راځي، چې له ټاکلې اندازې هم پورته پکې دوه برابره مال ځای پر ځای شوی وي.

هغه وايي: «مونږ دلته هره ورځ لسګونه ټیلر، مازدا او نور موټر وینو، چې له شمال څخه د ډبرو سکاره راوړي او له دې لارې یې پاکستان ته انتقالوي او هم له هماغه هیواد څخه په سیمنټو بار پکتیا ته را داخلیږي، خو په دې کې دومره مال بار وي، چې له ټاکل شوې اندزې هم دوه یا درې برابره زیات وي، یعنې په هر موټر کې تر ۸۰ او ۱۰۰ ټنه مال اچول شوی وي.»

د دغه ولایت د څمکنیو ولسوالۍ یو اوسېدونکي لعل خان هم په دې نیوکه کوي، چې د مسوولینو د نه پاملرنې له امله جوړ سړکونه د زیات وزن له امله د له منځه تلو په حال کې دي.

لعل وايي، پخوا له ګردېز-پټان ته په لاره تګ د کوچنیو موټرو لپاره خورا مساعد و، خو د نوموړي په وینا چې اوس پکې د زیات تخریب او ژورو جریو کیندلو له وجې د یونیم ساعت مزل کوچنیو موټرو ته په دوه برابره شوی دی.

هغه په دې اړه وویل: «مونږ په دې کې مسوولین ګرم بولو، ځکه هر څوک چې څه یې زړه وغواړي هماغومره په کې مال ځای پر ځای کوي، خو پایله یې دا شوې، چې د ګردېز-پټان لاره کې د کچالو په ډول دوچې او یالې جوړې شوې دي، چې کوچني موټر په کې هیڅ تګ نشي کولی، نو زمونږ غوښتنه دا دی، تر څو دغه کنټرول شي او د سړکونو د نور تخریب مخه ونیول شي.»

د اقتصادي چارو کارپوه قاسم بیا د دې لپاره د ځانګړې تلې د فعاله کېدو غوښتنه کوي او وايي، په پټان کې له پاکستان څخه د راتلونکو ټولو موټرو وزن باید وکتل شي او د نوموړي په وینا چې له شمال څخه د ډبرو سکارو د موټرو د زیات وزن مخه هم باید ونیول شي.

قاسم وویل: «مونږ پخوا په پټان کې د وزن یوه تله درلوده، خو اوس زما په فکر چې غیر فعاله ده، نو هلته د یوې تلې فعالېدل ضروري دي، ځکه په سیمنټو ځینې موټر دومره بار وي، چې شاوخوا سل ټنه مال په کې ځای پر ځای شوی وي او هم له هغه ځایه چې د ډبرو سکاره را وړل کیږي هلته یې باید مخه ونیول شي.»

و مو غوښتل چې په دې اړه پکتیا ولایت د ګمرک ریاست نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له بار بار هڅو وروسته بیا هم د هغوی په نظر اخیستلو بریالي نه شولو.

په تېر جمهوري نظام کې د دغې ستونزې د حل لپاره له پاکستان سره پر پوله په پټان کې د وزن معلوملو په موخه تله فعاله وه، خو اوس په هماغه اندازه ترې استفاده نشي کېدلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه