پکتيکا کې د پلتو اوبو بند جوړېدو کار پیل شو

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د پلتو اوبو بند جوړېدو چارې پيل شوې، چې ۱.۳۴ ميليارده افغانۍ لګښت پرې راځي.  

د بند د چارو د پيل په مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د پراختيا ملي ادارې او د اوبو د تنظيم د چارو د ملي ادارې د مشرانو سربېره ځينو نورو چارواکو هم ګډون کړی و.

د پکتيکا والي ډاکټر مجيب الرحمن څمکنی وايي، د دې بند جوړېدل د خلکو لويه غوښتنه وه او ډېر ځله له مسولو چارواکو سره شريکه شوې، چې بلاخره د ولسمشر له ژمنې وروسته يې عملي چارې پيل شوې.

څمکني وويل په دې ولايت کې ځينې نور ځايونه هم شته، چې اوسمهال يې زياتې اوبه ضایع کيږي او بايد ژر يې د مهارولو لپاره اقدامات وشي.

د پلتو بند جوړېدو چارې عملآ پیل شوې

د اوبو د تنظيم چارو د ملي ادارې مشر خان محمدتکل وايي دا يوازې کرنيز بند دی، چې پر جوړېدو يې ۱.۳۴ ميليارده افغانۍ لګښت راځي او د شاوخوا ۳۰۰۰ هکتاره ځمکې خړوبولو ظرفيت لري.

تکل وويل: «د پکتيکا ولايت د ځينو نورو مهمو ځايونو په اړه چې بايد لوی او کوچني بندونه پرې جوړ شي، معلومات لرو او زېری درکوم چې راتلونکی کال په دې ولايت کې څو مهمې پروژې لرو.»

د پراختيا ملي شرکت مشر عبدالرحمن عطاش وويل چې دا بند ۳۰ متره لوړوالی، ۲۴۷ متره اوږدوالی او ۱۳۴ متره پلنوالی لري، چې د کرنې لپاره د ورښتونو د اوبو د زېرمه کولو په موخه جوړيږي.

عطاش وايي چې د پلتو بند چارې به په ښه کيفيت او معياري ډول تر سره شي او هر څوک يې له چارو څارنه کولی شي.

نوموړي زياته کړه چې د ادارې لخوا يې په تېرو دوه کلونو کې کم سارې ګڼې پروژې پلې شوې او دا لړۍ دوام لري.

عبدالرحمن عطاش وايي: «دلته زموږ راتګ د دې ژمنتيا ښودنه کوي او دا لړۍ به دوامداره وي. موږ همدا اوس پکتيکا کې د فاتحه خواني د صالون، پوهنتون کې د انجونو لپاره د ليليو او په هره ولسوالي کې د يو، يو جومات جوړولو کارونه تر لاس لاندې دي او ځينې نورې چارې به هم له اړتيا سره سم پيلوو.»

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازي وويل چې دولت د متوازن انکشاف اصل مراعتولو ته ژمن دی او په خبره يې هغو سيمو ته به ډېر پام وشي، چې په تېرو کلونو کې محرومې پاتې شوې دي.

کټوازی وايي: «دا بند ستاسو دی او ستاسو د دولت لخوا درته جوړيږي، لکه څنګه مو چې مخکې دايمي او کلک ملاتړ کړی، همداسې ملاتړي او د بند په جوړېدو کې همکاري اوسئ.»

خلکو او په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د خلکو استازو د دې بند د چارو پر پيل خوښي وښوده او ټينګار يې وکړ چې د ځمکو خړوبو سربېره دې ترې د برېښنا د توليد چارې هم تر سره شي.

خلک وايي د بند په ساتنه او چارو کې به پوره همکاري کوي.

پکتيکا په سوېل ختيځ کې پروت لوی ولايت دی چې په ګڼو برخو کې محروم پاتې شوی او خلک يې لا هم ډېرو اسانتياوو ته لاسرسی نلري. دا په دې ولايت کې لومړی جوړېدونکی بند دی، چې چارې يې پيل شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه