اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، ددې ولایت ښکته شاولیکوټ ولسوالۍ کې يوه کس خپل کوژدنه په وهلو، ډبولو وژلې ده.
يوې سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دغه پیښه تېره ورځ ( جمعه، ۳۰ د ثور) د کندهار ولایت په ښکته شاولیګوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچينه وایي، ياد کس زين الله نومېږي او خپله کوژدنه يې په لرګي دومره وهلې چې وروسته یې ساه ورکړې ده.
سرچينه زیاتوي:«دغه انجلۍ د نهو کلونو په عمر وه، پلار يې مخۍ [ځانته بدل] کړې وه، میړه یې زین الله نومیږي او د ارزګان ولایت اصلي اوسیدونکی دی.»
ورته وخت شاوليکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو امنيه قوماندان ملا قدرت الله صيام هم دغه پېښه تاییدوي او وايي، چې د دې پېښې په تړوا يې د وژل شوې نجلۍ خاوند نيولی دی.
د شاوليکوټ امنيه قوماندان وايي، زین الله د عبدالغفار زوی چې څه موده وړاندې یې له ارزګان ولايت څخه دې ولسوالۍ ته کډه کړې خپله کوژدنه په لرګي او پیچکش وهلې چې وروسته یې میرویس حوزوي روغتون کې ساه ورکړې.
دی زياتوي، چې د طالبانو امنيتي ځواکونو د وژل شوي نجلۍ خاوند نیولی او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.
د هغه په حواله: «د طالبانو امنيتي مسوولينو زین الله نیولی، اوس د کندهار ښار په ۱۳ امنیتي حوزه کې بندي دی، موږ دغه قاتل د قانون منګولو ته سپارو او محکمه به یې په اړه پرېکړه وکړي.»
په کندهار ولایت کې د ميرويس حوزوي روغتون ډاکتران هم دا خبر تاییدوي او وايي، دغې نجلۍ د سختو ګوزارونو له امله روغتون له رسیدو مخکې ساه ورکړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ارزګان ولايت کې دوه مېرمنې د خپل خاوند له لوري د وهلو او شکنجو له امله مړې شوې وې.
