اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت یو تن ځانمرګي برید ته د چمتو شوي واسکټ د لیږد په تور نیولی دی.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن د ملي امنیت ځواکونو د اچین ولسوالۍ په باندر سیمه کې د سعادت په نوم یو تن د ځانمرګي برید په موخه له چاودیدونکو توکو له ډک واسکټ د لیږدونې په تور نیولی دی.
خوږیاڼی ونه ویل چې نیول شوی کس د کومې وسله والې ډلې پورې اړه لري، خو زیاته یې کړه چې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی.
خوږیاڼی زیاتوي: «ملي امنیت په اچین ولسوالۍ کې یو تن د ځانمرګي برید ته د چمتو شوي واسکټ د لیږد په تور نیولی، نیول شوی کس سعادت نومیږي چې په خپل جرم یې اعتراف کړی.»
له دې څه موده وړاندې هم ملي امنیت اچین ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید په موخه د ځانمرګو بریدونو دوه واسکټونه ترلاسه کړي وو.
