اطلاعات روز: هلمند کې ځايي چارواکي خبر ورکوي چې ددغه ولايت ګرشک ولسوالۍ کې یو ځوان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات اوکلتور رياست مرستيال مولوي محمد قاسم رياض وايي، دغه ځوان د باغران ولسوالۍ اوسیدونکی و، تېره ورځ ( ۲۷ د ثور) د ګرشک ولسوالۍ په رود کې د لامبو پر مهال اوبو وړی دی.
ریاض وایي، دغه ځوان په داسې حال کې اوبو ته ځان اچولی چې لامبو یې نه وه زده نو، ځکه د سیند اوبو وړی دی.
دا په داسي حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د هلمند په ګرشک کې یو تن او د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ کې دوه د تره ځامن د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي وو.
