اطلاعات روز: زابل کې روغتیایي سرچینې وایي، چې ددغه ولایت شاجوې ولسوالۍ کې نږدې ۲۰۰ تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.
زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي نن (چهارشنبه، ۲۸ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې ددغه ولايت په شېخال سیمه کې نږدې ۲۰۰ تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.
د عامې روغتیا مسوولين وايي، هڅې يې روانې کړي څو په پوره ډول دغه ناروغۍ کنترول کړي.
د زابل د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې نن سهار په کولرا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته ورسېد.
حکيمي وايي، د دې ناروغۍ د کنترول له پاره یې سیمې ته په زيات شمېر صحي کارکوونکي او درمل لېږدولي دي.
د عامې روغتيا ریيس زياتوي، د دغه ۲۰۰ تنو ناروغانو په منځ کې د ۲۵ تنو روغتيايي وضعيت ډېر نازک دی او د ښې درملنې په موخه يې د زابل ولايتي روغتون ته لېږدولي.
د ډاکتر حکیمي په خبره، چې د دې ناروغانو په منځ کې شاوخوا پنځوس سلنه ماشومان او پاتې نور يې لويان دي.
داکتر حکيمي وويل، د څلورو ورځو له پاره یې په شېخال کلي کې استراري حالت اعلان کړی ځکه په خبره يې چې نور کسان په دې ناروغۍ اخته نه شي او د ناپاکو اوبو څخه استفاده ونکړي.
د ده په حواله: «موږ کوښښ کوو چې دغه ناروغۍ کنترول کړو او تر ډیره حده ښه روان يو، د صحي موسېساتو څخه مو د مرستې غوښتنه کړې، نن سهار هم څو پېښې ثبت شوي، د ډاکترانو د څېړنو او کلينيکي او علايمو څخه داسې ښکاري چې دا ناروغۍ کولرا ده.»
په ورته وخت کې د شېخال کلي يو تن ډاکټر د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې يادو کسانو د کلي له کاریز څخه ناپاکې اوبه څښلي او په کولرا ناروغۍ اخته شوي.
هغه زیاتوي: «موږ چې د هر چا څخه پوښتنه وکړه څه مو وخوړل دوی د اوبو نوم اخلي، د دوی وجود اوس ډېرو مایعاتو ته اړتيا لري، او د ناروغانو په منځ کې ډیر هغه ماشومان دي چې عمرونه يې تر پنځو کلونو ښکته دی.»
داکتران وايې، کله چې ناروغان په کولرا مرض اخته شي بايد ژر تر ژره يو روغتيايي مرکز ته انتقال شي هغه څه چې افغانان ورته په ټيټه سترګه ګوري.
دا په داسې حال کې ده حې تېره ورځ د همدې ناروغۍ اخته کسانو شمېر ۱۲۵ تنه ښودل شوی و هغه شمېر چې اوس پکې ډېر توپير ليدل کېږي.
