اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمهييز مسوولينو ددغه ولايت په مرکز او ګرشک ولسوالۍ کې ۷۱ حمامونه درملتونونه او نوري هټۍ له دي امله تړلي دي چې د بريښنا له درکه پوروړي وو.
هلمند ولايت کې د طالبانو دبرېښنا ریاست مسوولین وایي، چي ۲۱۴ بابه دوکانونه، درملتونونه، حمامونه، کلینیکونه، نانوایانې او شخصي مارکېټونه چې د بریښنا د بېل پوروړي وو مهرلاک او تړلي دي.
د هلمند ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست د خبر له مخي چې د یادو دوکانونو څښتنانو ته جدي خبرداری ورکړل شوی چي ترڅو یې د برق بیلونه نه وي تحویل کړي، پخپل سر د دوکانونو خلاصول به یې جرم وګڼل شي.
د مسوولینو په وینا دا ځایونه به تر هغه وخته مهر وي ترڅو یې خپل د برېښنا د مصرف بېلونه او تېر باقیات نه وي تحویل کړي، دوی له ټولو ښاریانو، دوکاندارانو او شرکتونو غواړي ترڅو خپل د برېښنا بېلونه پر ټاکلي وخت تحویل کړي.
داپه داسي حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته دوی د هېواد په ګڼو ولايتونو کې له خلکو غوښتي چې د دولت ماليات پر وخت تحويل کړي که نه چارې به یې ودرول شي.
