د افغانستان د ساختماني او لوجستیکي شرکتونو مسوولين له طالبانو خپلې بندې پیسې غواړي

اطلاعات روز: د هېواد په کچه د ساختماني او لوجستیکی شرکتونو مسوولينو کندهار ولايت کې د يوې راټولېدنې پر مهال د طالبانو له واکمن حکومت څخه د خپلو بندو پیسو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان په سطحه د ساختماني او لوجستیکي شرکتونو د اتحاديې مشر حاجي احمد فريد تاتر وايي، اوس وخت د ساختماني شرکتونو شاوخوا ۶۰ مليارده افغانۍ بوديجه د طالبانو له حکومت سره بنده ده او نه يې ورکوي.

حاجي تاتر وايي، له کله نه چې د طالبانو حکومت راغلی د‌ زیات شمېر ساختماني او لوجستیکي شرکتونو چارې په ټپه درېدلي او ورسره لسګونه زره کارکوونکي بېکاره شوي دي.

د ده په وینا پخوا په افغانستان کې دوه زره ساختماني او لوجستیکی شرکتونو فعاليت کوه خو اوس دغه شمېر کابو څو چنده راټيټ شوی.

دی وايي، کومي پيسي چې د طالبانو حکومت دوی ته نه ورکوي دا پيسې يوازي د دوی ندي بلکې د افغانستان د ميلونونو وګړو دي.

هغه زياتوي‌ چې د‌ دغو پيسو د بندښت له امله د زیاتره پروژو چارې پر ټپه ولاړې دي ځکه اوس وخت ياد شرکتونه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې د کندهار ولايت د ساختماني شرکتونو د اتحاديې مشر حاجي فدا محمد ماکو وويل، هغه ټولې پروژې چې يې د پخواني حکومت پر مهال عملي کړې وې اوس يې پيسې بندې پاتې دي.

حاجي ماکو وايي، اوس وخت د ډېرو کسانو پيسې پر ساختماني شرکتونو پاتې دي او دوی هغه  مهال د خلکو پيسې ورکولای شي چې د طالبانو حکومت ساختماني شرکتونو ته بندې پيسې ورکړي.

د ساختماني او لوجستیکي شرکتونو مسوولین چې کندهار کې سره راټول شوي او له طالبانو خپلې پیسې غواړي

هغه زیاتوي: «دا پيسې يوازي د شرکتو والا نه دي بايد را ايله شي، موږ له مياشتو راهيسي خپلو کارکوونکو ته معاشات ندي ورکړي، دولت بايد ژر تر ژره زموږ شرکتونو ولا غم وخوري.»

د ساختماني او لوجستیکي شرکتونو ټولو مسوولينو د طالبانو پر واکمن حکومت غږ وکړ تر څو ټولې ستونزې ورته حل کړي.

له دې ټولو سره يو وخت په کندهار ولایت کې د طالبانو والي حاجي محمد یوسف وفا وايي، د دغو ټولو پانګوالو ټولې ستونزې يې اورېدلي او ډېر ژر به له مسوولينو سره يادې ستونزې شريکې کړي تر څو د حل لاره ورته پیدا کړي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې له يادو کسانو مننه کړې چې په داخل د افغانستان کې یې پانګونه کړې او زرګونه کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ګڼ شمېر ساختماني او لوجستیکي شرکتونو مسوولينو د خپلو بند پيسو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه خو تر اوسه یې په خبرو چا غوږ ندی ښورولی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه