چینایي سوداګرو ننګرهار ولایت کې د قیمتي ډبرو په برخه کې د پانګونې ټټر وهلی

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: ننګرهار ولايت کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت رياست چارواکي وايي، چې د چين هيواد يو شمېر سوداګرو ورته په دغه ولايت کې د قيمتي ډبرو په برخه کې د پانګوونې ډاډ ورکړی دی.

ننګرهار کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رييس عبدالبصير پاچا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د مرکزي ادارې سره په همغږۍ د چين هېواد يو شمېر پانګوال په دغه ولايت کې د قيمتي ډبرو د بازار موندنې او پروسس لپاره يو بازار جوړوي.

نوموړی وایي، دغه سوداګر پلان لري چې ننګرهار کې د قيمتي ډبرو د خرڅلاو او جوړونې يو بازار جوړ کړي چې ډېرو بې روزګاره خلکو ته به د کار زمينه او قيمتي ډبرو ته به د بازار زمينه برابره شي.

هغه د چينايي سوداګرو د دغې کړنې ستاينه کوي او پر افغان او نړيوالو سوداګرو غږ کوي چې اوسمهال په هيواد کې امنیت تامين شوی او پانګوونې ته پراخه زمينه برابره شوې ده.

عبدالبصیر پاچا زیاته کړه:«د چین هیواد یو شمیر سوداګرو زړه ښه کړی چې ننګرهار کې د قیمتي ډبرو یو بازار جوړ کړي، چې افغان سوداګر یې هم ملاتړ کوي، ځکه د دې بازار په جوړیدو سره به خلکو ته کار هم پیدا شي او دلته به په قانوني ډول د کانونو استخراج هم پیل شي.»

نوموړي وايي، يادو سوداګرو ته يې د هغوی د وړانديز له مخې د کار جواز ورکړی او د قيمتي ډبرو سوداګرۍ په برخه کې د قانون له مخې د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

بلې خوا په ننګرهار کې د پانګوونې او سوداګرۍ خونې مسوولين د چينايي سوداګرو د دغې کړنې ستاينه کوي او ډاډ ورکوي چې ياده خونه به يې د کارونو د پرمختګ په برخه کې هر راز همکاري وکړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د صادراتو او پانګونې برخې مسوول شاکرالله ساپي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې ياده خونه تل هڅه کوي چې بهرني سوداګر او پانګوال دغه ولايت کې پانګوونې ته وهڅوي.

ساپي زیاته کړه:«دا چې يو شمېر چينايي سوداګرو په ننګرهار کې پانګوونې ته زړه ښه کړی او دلته د قيمتي ډبرو بازار جوړوي دا چاره زموږ د اقتصاد د بډاينې لپاره ډېره ګټوره ده، دلته به کارموندنه رامنځته شي، موږ يې نه يوازې تشويق کوو بلکې په هره برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکوو.»

چين په دې وروستيو کې د هيواد په مختلفو برخو کې پانګونې پيل کړي او په ځانګړي توګه د کانونو په برخه کې یې پانګوونې ته ډېره ليوالتيا ښودلې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه