یونيسف هلمند کې ۶۱ ښوونځيو لپاره د پاکو اوبو رسولو شبکي جوړوي

اطلاعات روز: يونيسف نړيواله موسېسه غواړي د هلمند په ۶۱ ښوونځيو کې د پاکو اوبو ۸۴ شبکي جوړې کړي.

هلمند کې د طالبانو د پوهنې ريیس مولوي محمد عوض انصاري وايي، چې د یونیسف نړیوال سازمان غواړي ددغه ولایت په ۶۱ ښوونځیو کي د پاکو اوبو ۸۴ ذخیرې جوړې کړي.

انصاري، د یوه ښوونځي د اوبو رسولو شبکې پرانیستې پرمهال وویل، چې د اوبو دغه ټانکۍ د مرکز په ګډون د ولایت په څلور ولسوالیو ګرمسیر، نادعلي، ناوې او ګرشک هم جوړې شي.

نوموړی وایي، هغه ښوونځۍ چي د پاکو اوبو د سیستم په برخه کي کمه اړتیا ولري ورته به یوه شبکه او هغه ښوونځي چې زیاته اړتیا ولري دوې شبکې به ورته جوړې شي.

پر ورته وخت کې د یاد ښوونځي زده کوونکو د پاکو اوبو په برابرولو خوښي وښوده او د یونیسف موسېسې یې مننه وکړه.

دوی وایي، چې وړاندې د پاکو اوبو په برخه کې د ډېرو ستونزو سره مخ وو،چې په وینا یې اوس به یې د دغه ټانکیو په جوړولو سره یاده ستونزه حل شي.

د یادونې وړ ده چې د یادو ۸۴ شبکو ټول مالي لګښت د یونیسف ادارې له لوري ورکول کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه