اطلاعات روز: د «مقاومت جبهې» د بهرنيو اړيکو مسوول علی میثم نظري په يوه ټويټ کې ادعا کړې چې د کندهار پخوانی امنیه قومندان ملا عبدالغفار محمدي د دوی د جنګياليو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی؛ مګر طالبان دغه ادعا نه مني او ردوي يې.
طالبان په پنجشير ولايت کې د کندهار ولايت د پخواني امنيه قوماندان او د ۲۰۵ البدر قول اردو د معاون ملا عبدالغفار محمدي وژل کېدل ردوي.
کندهار کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وياند مولوي شکيب اطلاعات روز ته وويل، چې ملا عبدالغفار محمدي هيڅ کومې جګړې ته ندی تللی بلکې ارزګان ولايت ته یې سفر کړی دی.
هغه وايې، چې د «مقاومت جبهې» دغه ډول ادعاوې له حقيقت څخه ليرې دي او کوم اساس نه لري.
په ورته وخت کې د کندهار ولايت مقام هم د «مقاومت جبهې» دا ادعا ردوي او وايې، دېر ژر به د ۲۰۵ البدر قول اردو د معاون د ژوندوني کليپ خپور شي. د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د «مقاومت جبهې» ادعا کړې وه، چې په پنجشير کې د کندهار پخوانی امنیه قومندان ملا عبدالغفار او بګرام ولسوالۍ کې ملا ملنګ د دوی د وسله والو له خوا وژل شوي دې.
