اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې سيمه ييز مسوولين وايي، ددغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د دوه کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړې پرمهال څلور کسان ټپیان شوي دي.
ارزګان کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند اغاولي قريشي وايي، پيښه تيره ورځ په دهراوود ولسوالۍ د «سګزې» په سيمه کې د ځمکي پر سر رامنځته شوي ده.
هغه وايي، سيمي ته طالبان رسيدلي او په ياده شخړه کې درې ښکېل کسان نيول شوي دي.
د قریشي په خبره ټپیان د ښه درملني په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.
نوموړی وايي: « تيره ورځ په دهراوود ولسوالۍ کې د دوه کورنيو ترمنځ د ځمکي پر سر شخړه شوې، چې له امله يې څلور کسان ټپیان شوي دي سيمي ته امنيتي ځواکونه رسيدلي دي او دغه شخړه يې مهار کړي ده د پيښي په تړاو ۳ کسان نيول شوي هم دي.»
داپه داسي حال کې ده چې څه موده مخکي هم په ارزګان کې په خپلمنځي شخړه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.
