انس حقاني: د امربالمعروف په نوم باید خلک له اسلام څخه متنفره نه شي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سلاکار انس حقاني کابل کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت لخوا جوړ شوي سیمنار ته وینا کې ویلي چې اسلامي احکام لکه څنګه چې اسلام وايي باید په هماغه ډول عملي شي اود امربالمعروف په نوم باید خلک له اسلام څخه متنفره نه شي.

هغه ویلي: «لکه څنګه مو چې مخکې قرباني ورکړه اوس باید هماغه ډول د خلکو خیال وساتو. د اسلامي احکامو له پلي کېدو نه شو تېرېدلی، خو څنګه چې اسلام وایي په هماغه ډول به یې په سمه توګه پلي کوو.»

‏کابل کې د طالبانو امربالمعروف وزارت ولایتي مسوولینو او حوزو امرینو ته د حجاب او نورو چارو د ښه پلي کیدو لپاره درې ورځنی سیمنار نیولی و.

په دغه سیمنار کې د طالبانو امربالمعروف وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي ویلي، امربالمعروف د طالبانو د نظام خلاصه ده؛ طالب مسوولین یې باید په سمه توګه استازیتوب وکړي.

د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په خپلو تازه بندیزونو کې، د بالغو ښځو لپاره د شرعي حجاب رعایت کول «فرض او ضروري» ګڼلي او چادري یې د «حجاب» ترټولو بهترین ډول بللې ده.

دغه وزارت ویلي، د بې حجابه میرمنو ولي دې اړوند ریاست ته احضار کړل شي. درې ورځې دې حبس کړل شي او حتا محاکمو ته دې وسپارل شي ترڅو به مناسبه سزا محکوم کړل شي.

د حجاب په اړه د طالبانو تازه حکم ته په پراخه کچه غبرګونونه ښودل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې او پر طالبانو یې غږ کړی چې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې پر خپلو تعهداتو او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د طالبانو د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا به له نړیوالې ټولنې سره اړیکې لا ستونزمنې کړي

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو بندې شوې او په ډېرو دولتي ادارو کې ښځينه کارکوونکې له دندو وشړل شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه