د ننګرهار هسکې مېنې ځوانان: هر راتلوونکي سیلاني ته ښه راغلاست وایو او میلمه پالنه یې کوو

د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند« ګورګورۍ» سیمې ته د تلوونکو سیلانیانو لپاره د ځوانانو یوې ډلې د میلمه پالنې ځانګړی دود په لاره اچولی، شین چای ورکوي او د دمې لپاره یې مناسب ځای چمتو کړی.

ځوانانو دا نوښت د شینوارو ښایسته سیمو ته د سیلانیانو د پام اړولو لپاره کړی دی.

د شینوارو ولسوالۍ د اصلاحي ټولنې یو غړي شین ګل شینواري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په تیرو کلونو کې خلکو د جګړو له امله زړه نه ښه کوه چې د هسکې مینې ولسوالۍ ته د تفریح په موخه راشي، خو په خبره یې اوس د ډاډمن امنیت په راتګ سره یې سیلانیانو ته د تفریح او دمې لپاره مناسب ځای چمتو کړی.

د ننګرهار هسکې مېنې ګورګورۍ سیمه چې خلک د تفریح لپاره ورځي

شینواری زیاتوي: «کوم خلک چې د هسکې مېنې ولسوالۍ ته د تفریح په موخه راځي نو دلته ورته د شینوارو اصلاحي ټولنې په نامه د ځوانانو یوې ډلې په خپل شخصي لګښت سیلانیانو ته د شین چای او ورسره د ګوړې او نورو خوږو میوو تیاری نیولی او دا هر څه په مفت ډول سیلانیان ته ورکول کیږي.

اوسمهال د هسکې مېنې زیاتره سیمې چې تیر کال په کې جګړې وې اوس امن شوي او خلکو یې لیدو ته مخه کړې ده او کوم خلک چې راشي مونږ هم ورسره همکاري کوو، چې راشي او دلته ورته تاریخي سیمې هم ور وښایو او همدارنګه له شینوارو له کلتور سره هم اشنا شي.»

نوموړی وایي، له یاد کار څخه يې موخه د میلمه پالنې دود ژوندي ساتل او د یادې ولسوالۍ تفریحي سیمو ته د سیلانیانو پام ور اړول دي.

د شینوارو ځوانان د سیلانیانو سره کیسې کوي، چای څکي او د هسکې مېنې ستاینه ورته کوي

شین ګل زیاتوي:« زمونږ هدف شینوارو ولسوالۍ تفریحي سیمو ته د سیلانیانو پام اړول او همدارنګه د میلمه پالنې د دود ژوندي ساتل دي، چې خلک راشی او دلته هم تفریح وکړي او هم له شینواري کلتور سره اشنا شي.»

په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکی عادل شینواری بیا په ملي سوداګرو غږ کوي، چې د هسکې مینې ولسوالۍ په تفریحي ځایونو کې دې پانګونه وکړي.

عادل زیاتوي:«هسکه مېنه کې ډیر ښه دتفریح ځایونه شته او که چیرې پکې هوټلونه او دوکانونه جوړ شي او سوداګر پکې پانګونه وکړي نو ډیر به ښه شي هم به خلکو ته ګټه ورسیږي او هم به کوم خلک چې له دغه سیمو لیدنه کوي، یو مناسب ځای به ورته برابرشي، نو غوښتنه کوو چې په هسکه مېنه کې دې باید سوداګر د هوټلونو په جوړولو کې پانګونه وکړي.»

بل لور ته فرهنګيان هم له کلتوري اړخه د یادو ځوانانو هڅې ستایي.

هسکه مېنه د تفریح لپاره شنې سیمې او روانې اوبه لري

لیکوال او ژورنالېست محمد اصف شینواري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، هیله مند دی، چې د سیلانیانو په ورتګ سره به د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو اقتصاد لا پیاوړی او ورسره د ځایي خلکو ژوند ښه شي.

شینواري زیاته کړه:«له فرهنګي اړخه هم د یادو ځوانانو کار د ستایلو دی او له اقتصادي پلوه هم یادې ولسوالۍ ته دسیلانیانو تګ راتګ کولای شي د خلکو په اقتصادي وده کې مهم رول ولري، چې په دې سره به نه یوازې خلکو ته د کار زمینه برابره شي بلکې خلک به هم له تاریخي ځایونو لیدنه وکړي.»

په همدې حال کې دننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست چارواکي هم وایي، چې د تیرو کلونو په پرتله سږکال ننګرهار ته د کورنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی.

هسکه مېنه د شینوارو ولسوالۍ یو له شنو او سرسبزه ولسوالیو ده، چې غرونه په طبیعي ځنګلونو پوښل شوي او د تفریح لپاره مناسب ځای شمیرل کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه