ننګرهار کې ۶۳ داعش جنګیالي طالبانو ته تسلیم شول

ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست چارواکي وايي چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب دوی ته ۶۳ تنه داعش وسله وال تسلیم شول.

په غه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو رييس ډاکټر بشير نن (دوشنبه،۱۹ د ثور) په همدې تړاو جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل، چې تسلیم شویو کسانو ته يې د طالبانو د مشرتابه د حکم په اساس بښنه کړې.

نوموړی وايي، تسلیم شوي کسان به تر دې وروسته هېڅ وسله وال فعاليت نه ترسره کوي.

ډاکتر بشیر زیاته کړه :«ننګرهار د قومي مشرانو په منځګړیتوب ۶۳ داعش وسله والو چې له دې وړاندې یې ددولت ضد کړنې ترسره کولې نن تسلیم شول او دوی ته د اسلامي امارت د مشر د حکم پر اساس بښنه شوې.کوم داعشیان چې تسلیم شوي ځانګړي شرایط لري چې دا به عملي کوي دوی به هیڅ ډول وسله او وسایط نه ګرځوي، د ارتباط لپاره به مبایل نه کاروي، له داعش ډلې سره به اړیکې نه ساتي او همدارنګه به له یو ځای څخه بل ځای ته د تګ پرمهال ځایي امنیتي مسوولین په جریان کې ساتي.»

محمد امین چې له دې وړندې یې له داعش ډلې سره یې د حکومت ضد فعالیتونه ترسره کول اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې په خپلو تېرو کړنو پښېماني ښيي او ژمنه کوي، چې بیا به دطالبانو د حکومت پر ضد فعالیت ته زړه نه ښه کوي.

محمد امین زیاته کړه: «له دې وړاندې مونږ له داعش ډلې سره د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې فعالیتونه کول او مونږ نه پوهیدو خو داعش زمونږ له ناپوهۍ ګټه اخیسته اوس راغلو طالبانو ته تسلیم شولو او له دې وروسته به د خپل شته حکومت ملاتړ کوو او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته اماده یو.»

بل لورته  د بټي کوټ ولسوالۍ قومي مشر ملک اسلم خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که په تسلیم شويو کسانو کې کوم يو له تسلیمۍ وروسته بیا ځلي یادې ډلې سره یوځای شي کور به يې وسوځول شي.

ملک اسلم زیاتوي:«کوم داعشیان چې نن د قومي مشرانو په هلو ځلو طالبانو ته تسلیم شول، که له دې وروسته بیا دوی له داعش ډلې سره یو ځای کیږي او یا ورسره اړیکې ساتي نو د قومي تړون له مخې به یې کور سوځول کیږي او له کلي به شړل کیږي.»

د چارواکو د مالوماتو له مخې د طالبانو دحکومت د راتګ له پيل نه تر دې دمه ننګرهار کې له پنځه سوو زیات داعش وسله وال د قومي مشرانو په منځګړیتوب حکومت ته تسلیم شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه