هلمند کې سيمه ييز مسوولين وايي، چې ددې ولایت په مارجې او ګرشک ولسوالیو کې د درې جلا ترافيکي پيښو له امله یوه ماشومه مړه شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
هلمند ولايت کې د طالبان د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه اطلاعات روز ورځپاڼې ته نن ( دوشنبه، ۱۹ د ثور) په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ ترافيکي پيښه ددغه ولايت په مارجي ولسوالۍ کې رامنځته شوي، چې يوه موټرسايکل چلونکي د سکينې په نوم يوه کوچنۍ نجلۍ په موټرسايکل وهلې او مړه کړې یې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې موټرسايکل چلونکی نيول شوی او اوس مهال په بند کې دی.
ورته مهال په ګرشک ولسوالۍ کې په دوه جلا پیښو کې، یوه موټر چلوونکي یو لاروی ټپي کړی او بله پیښه کې دوه موټر سایکل چلوونکو ټکر کړی او دواړه ټپیان شوي دي.
په دي وروستيو کې په هلمند کې د خپل منځي شخړو او ترافيکي پيښو له امله نږدي هره ورځ مرګ ژوبله رامنځته کيږي.
