اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۶۵۵ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۳۲۱ پایلې یې مثبتې وې.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، پکتیا، بغلان، پروان، نیمروز، دایکندي، غزني، لوګر، میدانوردګ، هلمند، لغمان، کونړ، کاپیسا، زابل، ارزګان، فاریاب او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۹ زره او ۲۷۳ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۵۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۸ زره او ۳۸۴ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۱ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۹۷۱ تنو ته ورسېد.
