هلمند کې د خپلمنځي شخړو له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې ځایي طالبان وایي، چې ددې ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې په پنځه جلا پیښو کې دوه تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.

هلمند ولايت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست کې د اطلاعاتو امر محمدقاسم رياض وايي، چې دغه شخړې تيره ورځ (شنبه، ۱۷ د ثور) ددغه ولايت په مارجې، باباجي، ناوې او نادعلي ولسوالیو کې د ملکي وګړو ترمنځ رامنځته شوي دي.

دده په وینا، په مارجې ولسوالۍ کې د ځمکي پرسر شخړه شوې چي په پایله کي ۲ تنه د منګال (تبر) په واسطه زخمیان شوي، چې یو تن ټپي روغتون کې ساه ورکړې.

هغه همداراز وايي چې تېره ورځ د باباجي ولسوالۍ د لوی مانده او محمد اباد په سیمو کي د څو کسانو ترمنځ لانجې شوي چي په نتیجه کي یې ۵ کسان ټپیان شوي دي.

د مسوولينو په خبره چې په ناوي ولسوالۍ کې بیا د دوه ورونو ترمنځ په شخړه کې هم يو ورور وژل شوی دی.

رياض وايي، په نادعلي ولسوالۍ کې د دوه ډلو ترمنځ د اوبو پر سر شخړه کې ۳ کسان ټپیان شوي دي.

داپه داسي حال کې ده چې په دي ورستيو کې په هلمند کې خپل منځي شخړې زياتې شوي او ډيری ورځې دغه ډول وژنې کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه