رینا امیري: طالبان د اقتصادي بحران د حل پر ځای پر ښځو او نجونو زور زیاتي ته دوام ورکوي

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د حجاب په اړه د طالبانو د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې دغه ډله د افغانستان اقتصادي بحران او پراخ بنسټه حکومت جوړیدو پر ځای د ښځو او نجونو سره زور زیاتي ته دوام ورکړي.

هغې تېره شپه(شنبه،۱۷ د ثور) ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي، «طالبان به د اقتصادي بحران او د ټول شموله حکومت جوړیدو پرځای د بدیلې حل لارې په توګه پر ښځو او نجونو د زور زیاتي سیاستونو ته دوام ورکړي.»

اميري دغه کړنې «ظالمانه» بللې او ویلي یې دي چې هغه د افغانانو او نړيوالې ټولنې له غوښتنو سره يو ځاى شوې، چې دغه کړنې پای ومومي ترڅو د نجونو ښوونځي بېرته پرانيستل شي، ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړل شي او خپل ژوند بېرته له سره پيل کړي.

د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویلي، چې مسلمانو اصیلو او بالغو ښځو لپاره د « شرعي حجاب رعایت» کول فرض او ضروري دي او چادري د «حجاب» ترټولو بهترین ډول دی.

دغه وزارت ویلي، د بې حجابه میرمنو ولي دې اړوند ریاست ته احضار کړل شي. درې ورځې دې حبس کړل شي او حتا محاکمو ته دې وسپارل شي ترڅو به مناسبه سزا محکوم کړل شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د طالبانو د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا به له نړیوالې ټولنې سره اړیکې لا ستونزمنې کړي.

د یوناما د یوې خبرپاڼې له مخې، طالب چارواکو ویلي چې ښځې باید خپل مخونه په عام محضر کې پټ کړي او د اړتیا په صورت کې له کوره ووځي او له دې لارښوونو سرغړونه به د سزا سبب شي.

یوناما ویلي، چې د دې ادارې د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ دا یو رسمي لارښود دی، نه داسې وړاندیز چې عملي شي.

یوناما زیاتوي چې دا پریکړه د ښځو او نجونو په ګډون د افغان اتباعو بشري حقونو ته د درناوي او ساتنې په اړه د طالبانو د ډیری تضمینونو سره په ټکر کې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه