هلمند کې په دوه جلا ترافيکي پيښو کې ۸ کسان ټپیان شوي دي

اطلاعات روز: د هلمند ولايت سيمه‌ييز مسوولين خبر ورکوي چې ددغه ولايت په مرکز او واشېر ولسوالۍ کې په دوه جلا ترافيکي پيښو کې اته کسان ټپیان شوي دي.

هلمند د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تيره ورځ ناوخته په مرکز لښګرګاه کې يوه موټر چلونکي يوه ماشومه په موټر وهلي او ټپې کړې یې ده.

سرچينه وايي ياده نجلۍ دامهال په روغتون کې تر درملني لاندي ده او موټر چلونکي نيول شوی دی.

د اطلاعات او فرهنګ رياست خبرپاڼه وايي چې تيره ورځ ماپښين مهال بیا ددغه ولايت په واشېر ولسوالۍ کې د هرات په لويي لاره يو صرف موټر چپه شوی او پکې ناست ۷ کسان ټپيان شوي دي.

خپرپاڼه وړاندې ليکي چې ژوبل شوي کسان د درملني په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.

په دي ورستيو ورځو کې په هلمند کې ترافيکي پيښې زياتې شوي او هره ورځ ورته پيښې رامنځته کيږي، چې خلک يې لامل د سړکونو خرابوالی، ترافیکی اصولو نه مراعتول او د ډریوارانو تېز رفتار په ګوته کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه