اطلاعات روز: په کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون آمر ډاکټر نعمت الله شېرزاد اطلاعات روز ته وايي، چي د کوچني اختر په تېرو څلورو ورځو کې دې روغتون ۳۳۲ تنه د ترافیکي پیښو ټپيان ور وړل شوي، چې له دوي څخه دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
شېرزاد وايي، چي له ۳۳۲ کسانو څخه يوازي ۲۳ تنه د هلمند، ارزګان او زابل ولايتونو دي او نور ټول د کندهار ولایت کسان دي.
هغه د دې ډول ترافيکي پېښو د ډېروالي عمده او اساسي لامل د خلکو بې احتياطي او ماشومانو ته د نقليه وسايطو ورکول يادوي.
د دې هر څه ترڅنګ ډاکټر شېرزاد د کورنيو له مشرانو څخه غوښتنه کوي څو پر خپلو ماشومانو پام وکړي او نقليه وسايط په لاس ور نه کړي.
په ورته وخت کې کندهار ولايت کې د طالبانو د ترافيکو مدير ملا نصرالدین اخند اطلاعات روز سره په خبرو کې وایي، چې د ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ په همکارۍ سره يې ټولو طالبانو او ترافيک پوليس ته هدايت کړی څو د هغه کسانو نقليه وسايط ضبط کړي چې تېز یې ځغلوي.
د هغه په وينا:«غوښتنه مو له خلکو او ولس څخه دغه ده چې خپلو کشرانو او بې پروا ماشومانو ته نقليه وسايط په لاس مه ورکوئ.»
د ترافيکو مدير وايي، ترافيکي پېښې ټولې د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي بايد خلک احتياط وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال په کندهار کې د ترافيکي پېښو له امله سلګونه کسان ټپيان کېږي او خپل د اختر تر څنګ د نورو کورنيو اختر هم په غم بدلوي.
