د امریکا ولسمشر جوبایډن له کانګرس څخه غوښتي چې په امریکا کې د لسګونو زرو افغان کډوالو د دایمي اوسېدو لپاره لاره برابره کړي.
د سيانان تلویزوني شبکې د راپور له مخې، ښاغلي بایډن دا غوښتنه اوکراین ته د بیړنیو مرستو رسولو لپاره په اضافي بودیجه کې کړې ده. دا طرحه تېره اونۍ د کانګرس استازو ته استول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې، د بایډن متحد سناتوران، کریس کوونز او ایمي کلوبوچار، افغان اتباعو ته د دایمي استوګنې برابرولو لپاره د قانون تعدیل باندې کار کوي.
سيانان نن (پنجشنبه، ۱۵ د ثور) په یوه راپور کې لیکلي، که چیرته دا طرحه تصویب شي، هغه افغان اتباع چې د۲۰۲۱کال د جولای له ۳۱مې څخه تر ۲۰۲۲ کال د سپتمبر د ۲۰مې تر منځ متحده ایالاتو ته داخل شوي، اجازه به ورکړل شي چې د خپل مهاجرت ژوند اسناد په دایمي استوګنې بدل کړي.
ویل کېږي چې په تېر اوړي کې پر افغانستان د طالبانو ولکې سره سم څه باندې ۶۰ زرو افغانان امریکا ته انتقال شوي دي.
