په لوګر ولایت کې د یونسیف او IRC موسېساتو له لوري د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې زده کوونکو ته د عصري زده کړو په موخه نږدې ۵۰۰ ټولګې فعاله شوي، چې د مسوولینو په وینا سلګونه ماشومان پکې په زده کړو بوخت دي.
تېرو دوو لسیزو جګړو په لوګر ولایت کې د ځینو لېرې پرتو ولسوالیو ګڼ ماشومان له زده کړو بې برخې کړي و، خو اوس ورته د ځینو موسېساتو له لوري سیمه ییز ټولګي جوړ شوي، چې سلګونه ماشومان پکې په زده کړو بوخت دي.
د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې رییس جنت ګل عزیز وايي، د مرکز پل عالم په ګډون د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې یونیسیف او IRC موسېساتو د محلي ټولګیو په نوم ځايي زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
هغه وویل: «دلته د لوګر په مرکز او ځینو لېرې ولسوالیو کې ۴۷۰ محلي صنفونه جوړ شوي، چې ۴۰۰ د یونیسف په مالي ملاتړ ودان موسېسې جوړ کړي او ۷۰ نور بیا IRC موسېسې له لوري جوړ شوي، چې اړونده مصارف یې هم دوی په غاړه لري.»

په لوګر کې د یونیسف موسېسې غړی حبیب الله هلال اطلاعات روز ته وویل، چې په جوړو شویو سیمه ييزو ټولګیو کې یې تر ۷۰ سلنه نجونو ته ونډه ورکړې ده.
نوموړي وویل: «مونږ یاد محلي ټولګي په هغو ځایونو کې جوړ کړي، چې هلته په تېر کې د جګړو له امله ماشومانو زده کړو ته لاسرسی نه درلوده او بله د خوښي خبره دا ده، چې په دې کې مو ۷۰ سلنه نجونو ته زمینه برابره کړې ده.»
د دغه ولایت اوسېدونکي بیا د لېرې پرتو سیمو ماشومانو ته په محلي کچه د ټولګیو جوړول ښه ګام بولي او وايي، تر ډېره دغه پروګرام د عصري زده کړو برخه کې ګټور هم تمام شوی دی.
په دې اړه د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکي مطیع وویل: «مونږ دا ډېر ښه خدمت بولو، ځکه کوم زده کوونکي چې په جوړو شویو محلي ټولګیو کې زده کړې کوي، نو هغوی ډېر لایقه شوي او له پخوا پکې خورا ډېر مثبت تغیر راغلی دی. زمونږ غوښتنه دا ده، چې په پاتې ولسوالیو کې هم باید دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.»
د مالوماتو له مخې چې د لوګر ولایت په خروار، ازره، برکي برک او څرخ ولسوالیو کې لاهم د انجونو زده کړو ته څومره چې لازمه ده پام نه دی شوی، چې له امله یې د خروار په ګډون ځینې ولسوالۍ له ۱۲ ټولګي فارغه نجلۍ هم نه لري.
