ارزګان کې د طالبانو لخوا لګول شویو بندیزونو کوچنی اختر پیکه کړی

ارزګان کې که څه هم د اختر لپاره خلکو زيات چمتوالی نيولی و، خو د طالبانو بندیزونو له امله  اختر پیکه ښکاري او د تيرو کلونو په څير ګڼه ګوڼه کمه ده.

د ترينکوټ د غازي امان الله خان څلور لارې هغه سيمه ده چې هره کال به پکي زرګونه خلک راغونډيدل، د هګۍ جنګي او موسیفي غږولو ترڅنګ به یې دريا وهله او اتڼونه به يې کول خو، سږکال هیڅ نه ښکاري او هر څه بند دي.

دارزګان ولايت اوسيدونکي وايي، په تيرو کلونو کې به په ارزګان کې سيمه ييزي لوبې هګۍ جنګي ،محلي اتڼونه او د هنرمندانو لخوا موسیقي غږول کیدله، چې سږکال دغه هرڅه د طالبانو لخوا بند شوي دي.

ددغه ولايت يوه اوسيدونکي سيمع الله د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې د طالبانو لخوا لګول شویو محدوديتونو د دوی پر اختريزو مېلو سخت تاثير کړی او ډير خلک زړه نه ښه کوي چې اختر ولمانځي.

نوموړي وويل:«پخوا به ددغه منار سره د هګيو لوبې وې ډير خلک به راټول وو ترڅنګه يې هنرمندانو په هوټولونو کې موسیقي غږوله هلته به هم زيات خلک ورتلل خو سږکال داهيڅ هم نشته ځکه د نورواخترو په څير د سږکال د اختر خوند نشته.»

يو شمير نور خلک هم په ورته نظر دي او وايي، د طالبانو لخوا لګول شوي بندیزونو اختر پیکه کړی او خلک د تېر په څېر اختر نه لمانځي.

يو مېله وال سردارولی يې په اړه وايي:«دا لومړی اختر دی چې پر موږ راغلی چي جګړې او ټک ټوک پکې نشته موږ زيات خوشحاله يو خو که خلکو ته د تېر اخترو په څير اجازه ورکول شوی وی اختر به نور هم خوندور و.»

طالبانو په ټول هېواد کې پر موسیقي باندي بنديز لګولی خو ارزګان لپاره د طالبانو امنيه قومندان ملاعبدالله بشير وايي چې د اختر په شپو او ورځو کې څوک اجازه نه لري چې د هګيو جنګولو لوبه وکړي.

هغه وايي د هګيو جنګول د اسلام له نظره حرام دي خو که خلک وغواړي پیر او پلور يې کولای شي.

نوموړی وويل:«د هګيو جنګيدو ته هيڅ اجازه نشته خلک دې د هګيو جنګيدو څخه ډډه وکړي ځکه دغه کار په اسلام کې نشته که څوک د تجارت لپاره د هګيو پیر او پلور کوي ورته اجازه ده او کولايې شي.»

ارزګان کې هر کال د اختر ورځو کې ښار ته نقلیه وسايل نه پريښودل کيږي ترڅو خلک وکولای شي د کومې ستونزې پرته اختر ولمانځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه