سیلانیان: د ځاځي اریوب «سپینې شګې» سیمه دې په ملي پارک ونومول شي

د پکتیا ولایت اریوب ځاځيو ولسوالۍ ته ورغلي سیلانیان وايي، د اریوب سپینې شګې سیمه دې په ملي پارک ونومول شي، د دوی په وینا له طبعي ښکلاو برخمنې یادې سیمې ته په ملي او د اختر ورځو کې لسګونه زره کسان د تفریح لپاره ورځي.

د کوچني اختر په موخه په تفریحي سفر له لېرې پرتو ولایتونو سپینې شګې سیمې ته ورغلي سیلانیان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې دغه سیمه په ملي پارک ونوموي.

د کندهار ولایت اوسېدونکی عزیز الله چې د اختر تفریح لپاره سپینې شګې ته راغلی، اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دغه سیمه له هر اړخه د تفریح لپاره مناسبه ده.

نوموړي وویل: «مونږ پخوا خاص د ځاځي اریوب نوم او صفت اورېدلی و، خو اوس چې خپله ورته راغلم په حقیقت کې دا یوه ښکلې سیمې ده او زما په نظر چې له کاناډا او پاریس هم مونږ ته دا سیمه خوندوره ده.»

د پکتیکا ولایت اوسېدونکی ناصرشاه سلطان زوی هم د سپینې شګې سیمه د تفریح لپاره مناسبه بولي، هغه وايي، دغې سیمې ته ګڼ خلک راځي، خو دلته د هوټل، اوبو او مخابراتي اسانتیاوو نه شتون سیلانیان له ستونزو سره مخ کړي دي.

ناصر شاه وویل: «مونږ دلته چې راغلي یو د سیمې له طبعي ښکلا متاثره شو، خو مسله دا ده، چې ځینې نابلده کسان دلته راځي ولې یو خو مخابراتي شبکې کار نه کوي او بل د اوبو او هوټل اسانتیاوې باید دلته برابرې شي، تر څو د دې سیمې خوند ورسره لا زیات شي.»

د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو تن قومي مشر انور صدیقي د لارې خرابوالی او د ځینو نورو اسانتیاوو نه شتون د سیلانیانو په وړاندې لویه ستونزه یادوي، دوی غوښتنه کوي، چې حکومت دې د شته ستونزو حل ته پام وکړي.

ښاغلي صدیقي وویل: «مونږ په ټوله مانا د لرې پرتو ولایتونو له راتلونکو مېلمنو سره همکار یو او د سیمې خلک تر خپلې وسې ورسره همکاري کوي، خو ستونزه دا ده، چې له احمدخېلو تر کوټکي بازاره او بیا له عمومي سړک تر سپینې شګې پورې غځېدلې لاره هم ډېره خرابه ده، له موجوده حکومت مو غوښتنه دا ده، چې دا باید پخه شي.»

په همدې حال کې بیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ ځايي طالب امنیتي ځواکونه سیلانیانو ته د پوره امنیتي تدابیرو د نیول کېدو ډاډ ورکوي او وايي، خلک دې له کومې وېرې پرته د تفریح لپاره ورشي.

په دې اړه یو تن نظامي طالب احسان الله وویل: «مونږ دلته د شپې او ورځې ګزمې لرو، تاسو ولیدل چې دلته د فقیر خاک، کوټکي بازار او ځینو نورو سیمو کې چیک پواینټونه لرو او خلکو ته ډاډ ورکوو، چې له کوم تشویش پرته راشي او خپل تفریحي مراسم ترسره کړي.»

د سپینې شګې سیمه چې په لوړو غرونو، دنګو نښترونو پوښل شوې، په تېر جمهوري نظام کې د وخت مشرانو څو ځله له خلکو سره ژمنې وکړې، چې په ملي پارک به یې نوموي او ځانګړې پاملرنه به ورته کوي، خو بیا یې هم کړې ژمنې عملي نه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه