اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو د کرنې رياست مسولين وايي، چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله کروندګرو د ځیرې (زرغونه زیره یا کرابیه) کښت ته مخه کړې او کښت کې یې درې سلنه زیاتوالی راغلی.
سږکال چې ټول هیواد د وچکالۍ له څپې سره مخ دی او د ډيرو کروندګرو حاصلات له منځه تللي ارزګان کې بیا د ځيري کښت وده کړې.
ارزګان کې د طالبانو د کرنې اومالدارۍ رياست د اطلاعات مشر قدرت الله حميدي وايي ځيره چې ډير کښت يې په دښتي سيمو کې کيږي د نورو وختونو په پرتله سږکال زيات کروندګرو په خپلو ځمکو کې کرلې.
هغه وايي، د زیرې قیمت لوړ او د کښت لګښت یې کم دی ځکه یې کروندګر په خپلو ځمکو کې کري.
حمیدي وايي، ځيره د نورو کښتونو په پرتله د نشه یي توکو د کښت مقابل کې يو ښه بديل دی او هيله لري چې په راتلونکي کلونو کې هم خلک خپلو ځمکو کې ځيره وکري.
زين الله چې دارزګان ولايت د مرکز ترينکوټ اوسيدونکی دی اطلاعات روز سره یې به خبرو کې وویل، سږکال مې د وچکالۍ له امله په خپله شل جریبه ځمکه ځیره کرلی ځکه چې نورو فصلونو ته بیا اوبه نه رسیدلې.
هغه وايي، ځیره حاصل کم کوي خو، قیمت یې لوړ دی او له دولت غواړي چې ارزګان کې د ځیرې کښت ته وده ورکړي.
نموړی زیاتوي:« پخوا مې خپله ځمکه کې غنم او تارياک کرل خو، سږکال وچکالي بیخي زياته وه ځکه مې ځيره کښت کړه.»
په ورته مهال په ارزګان کې د کرنې د برخې پوهان ځيره يو ګټور بوټۍ يادوي.
د کرني او مالدارۍ يو تن انجینر صبغت الله صابر وايي، چې د ځيرې د کم حاصل لامل وچکالي ده او په هغه اندازه چې ځيره اوبه غواړي ورته نه رسيږي.
په ارزګان کې د کرنې او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې په دغه ولايت کې ۸۰ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د خپل د ژوند چارې پرمخ وړي. د مسوولينو په خبره که کروندګرو ته د کرنې عصرې کيدو برخه کې زده کړې ورکول شي ورسره به د هغوئ اقتصادي ستونزې هم حل شي.
