يوې ځايي سرچينې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي نن (پنجشنبه،۸ د غویي)اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه د جلال اباد ښار دریمه ناحیه کې ناپیژانده وسله والو د نور محمد ملکزي په نامه یو تن ډاکټر په ډزو وژلی دی.
سرچينه زياتوي، چې وژل شوي ډاکتر دننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون په جراحي وارډ کې دنده تر سره کوله.
تر اوسه د دې پېښې انګيزه روښانه نده او نه هم د ننګرهار ولايتي مسوولينو په دې تړاو څه ويلي دي.
واک ته د طالبانو رسیدو وروسته دوی په ټول هیواد کې د بشپړ امنیټ ډاډ ورکوي ولې په یو شمیر ولایتونو کې وخت ناوخته ملکي کسان وژل کېږي او عاملین یې معلوم نه وي.
