جلال اباد ښار کې د تم ځای نشت ښاري بې نظمي رامنځته کړې

اطلاعات روز: د جلال اباد ښار په مارکېټونو کې د موټرو د تمځای نشتوالي ښاري بې نظمي رامنځته کړې ده.

د جلال اباد ښاریان شکایت کوي او وایي، د ښار ټولو سوداګریزو مارکیټونو په ځمکتلو کې د ښاروالۍ د مسوولینو د بې غورۍ له امله د نقشې خلاف د موټرو تمځایونه نه دي جوړ کړي، چې له امله یې ورځ تربلې ښاري بې نظمي او ګڼه ګوڼه په زیاتیدو ده.

د ښار یو اوسیدونکي سید فقرالله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د اصولو له مخې بايد د مارکيټونو ځمکتلي د موټرو تمځايونه وي، چې مارکېټ کې شته هټيوال او هټيو ته ورتلونکي کسان خپل موټرونه همالته ودروي خو اوس دا هر څه برعکس دي او ځمکتلي په مارکېټونو بدل شوي دي.

سید فقرالله زیاته کړه:«په جلال اباد ښار کې ورځ تربلې ښاري بې نظمي مخ په زیاتیدو ده او لامل یې دا دی، چې دلته ټول مارکیټونو کې زیر زمیني یا ځمکتلي په دوکانونو بدل شوي او یا ځینو مارکیټونو کې بیخي نشته کله چې مشتري سودا ته راځي نو مجبوره دی، چې موټر د سرک پر سر ودروي او بیا سودا وکړي، اصول خو دا دي چې هر مارکیټ باید پارکینګ ولري، خو جلال اباد ښار کې دا هیڅ هم نه عملي کیږي.»

جلال اباد ښاریان همداراز وايي، په تېرو څو کلونو کې لورپوړيزه ودانيو جوړېدو د ښار بڼه بدله کړې،خو د نقشو ناسم تطبيق يې ښار په ګڼه ګوڼه بدل کړی دی.

عبدالله د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی دی نوموړی د تیر نظام د ښاروالۍ پر مسولینو هم نیوکه کوي چې د فساد له امله مارکېټ لرونکو ته اجازه ورکړې، چې ځمکتلو کې د پارکېنګ پرځای هټۍ جوړې کړي.

عبدالله زیاته کړه:«په دې تیرو شلو کلونو کې د ښار بڼه بیخي بدله شوه او د ښار په ټولو برخو کې ښه مارکیټونه جوړ شول، خو افسوس چې د ښاروالۍ د پلان او نقشي خلاف او لامل یې همدا ښاروالۍ وه، چې دوی به د څو پېسو په بدل کې د مارکیټ خاونده ته اجازه ورکوله چې هر ډول مارکیټ جوړوي جوړ یې کړي.»

بل لور ته د جلال اباد ښاروالۍ هم یاده ستونزه مني او وایي، په تیر کې د سوداګریزو مارکیټونو جوړیدو پرمهال یادې برخې ته پام نه دی شوی.

د ښاروالۍ وياند بختي جان مراد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تردې وروسته به چاته اجازه ورنکړل شي؛ چې د ښار په داخل کې نويو جوړیدونکو مارکيټونو او سوداګريزو ودانيو کې ځمکتلي په دوکانونو بند کړي.

نوموړی همداراز وایي، په دې هم خبرې روانې دي چې شته مارکېټونو کې د دوکانونو پرځای څنګه بېرته د موټرو تمځايونو جوړ کړي.

مراد زیاتوي:« د جلال اباد ښاروالۍ په هڅه کې ده چې ښاري بې نظمي کمه کړي او حل لاره ورته ولټوي، نو په همدې موخه د ښار د ټولو مارکیټونو له خاوندانو سره ناستې شوي او دا ورته ویل شوي،

چې ځمکتلي باید د موټرو د پارکینګ لپآره ځانګړي شي او همدرانګه له دې وروسته هیچا ته اجازه نه روکول کیږي، چې د ښاروالۍ له نقشي خلاف کار وکړي او ځمکتلی په هټیو بدل کړي.»

جلال اباد ښار چې کلونو وړاندې د کم نفوس په موخه جوړ شوی اوس يې د اوسېدونکو شمېر تر پنځه سوه زره اوړي چې د ښار هره برخه کې ګڼه ګوڼه زياته شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه