اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د عدلیې ریاست مسوولین وايي، چې د مرکز ښرنې او نږدې ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې یې هغه دولتي ځمکه بیرته راګرځولې، چې په تېر نظام کې د زورواکو له لوري غصب شوې وه.
د دغه ولایت د عدلیې ریاست لپاره د طالبانو ریس حیات الله امین وايي، د ولایت په کچه یې ګډ کمیسیون جوړ کړی، چې پر مټ یې پکتیکا ولایت کې شاوخوا ۴۰۰۰ جریبه ځمکه له غاصبینو بیرته راګرځولې ده.
هغه وویل: «د اسلامي امارت په راتګ سره ټولې ۱۲۸ جلده دوسیې د څېړنو لپاره راجع شوې دي، چې ۱۹ جلده نهايي شوي او د امارت نفعه تمامې شوي، چې په نتیجه کې ۴۳۶۹ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده.»
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې واک ته د طالبانو په رسېدو خلکو ته د جواز ویش هم چټک شوی او له امله یې په عوایدو هم مثبت اغېز کړی دی.
هغه وايي: «مونږ په دې و توانېدو، چې په سل سلنه کې ۷۵ سلنه جوازونه خلکو ته توضیع کړو، چې مجموعي ۶۸ قطعې جوازونه عملا خلکو ته اجرا کړي دي، چې له دې امله هم د عوایدو کچه لوړه شوې او هم د خلکو معاملات په اصولي طریقه پرمخ ځي.»
په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د مرکز اړوند په بېلابېلو سیمو کې د غصب شویو ځمکو د څېړنې لپاره ګډ کمیسیون کار کوي، تر څو ټولې هغه پاتې ځمکې هم مالومې کړي، چې په تېر کې غصب شوې دي او ورباندې یې ودانۍ جوړې شوي.
د کرنې ریاست لپاره د طالبانو ریس محمد اسماعېل شکېب په دې اړه وویل: «مونږ الحمدالله په پکتیکا ولایت کې د ځمکو د غصب مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه اخیستي او لاهم په دې هڅه کې یو، چې د ټاکل شوي ګډ کمیسیون له لارې پاتې ځمکې هم بیرته را وګرځوو.»
په ورته مهال بیا د پکتیکا ولایت اوسېدونکي د غصب شویو دولتي ځمکو بیرته راګرځول ښه ګام بولي او غوښتنه کوي، چې د پکتیکا ولایتي اداره دې په هغو ځمکو پانګونه وکړي، کومې چې تازه له غاصبینو راګرځول شوي دي.
د مرکز ښرنې اوسېدونکي نورالله خروټي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې لاهم د مرکز اړوند په ځینو سیمو کې دولتي ځمکې د زور واکو په لاس کې دي او ورباندې یې کورونه او مارکېټونه جوړ کړي دي.
هغه وايي: «مونږ دلته په مرکز ښرنه کې د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو له پیل شوي اقدام ملاتړ کوو، خو غوښتنه مو په دې برخه کې دا ده، تر څو راګرځول شوې ځمکې شاړې پاتې نه شي، ځکه په دې باید اړونده اداره داسې څه جوړ کړي، چې عواید یې د دولت خزانې ته جمع شي.»
له پکتیکا ور ها خوا په پکتیا، لوګر او خوست ولایتونو کې هم د طالبانو له لوري د غصب شويو دولتي ځمکو د بیرته راګرځولو لپاره هڅې روانې دي، چې په یادو ولایتونو کې هم تر ډېره دولتي ځمکه بیرته راګرځول شوې ده.
خلک په دې برخه کې له طالبانو غوښتنه کوي، چې یاده پروسه باید له توپیري چلند پرته په ټولو سیمو کې یو شان دوام وکړي.
