نورستان کې ځایي سرچینې وایي، چې ددغه ولایت «واما» ولسوالۍ کې د ترافیکي پیښې له امله د طالبانو امنیه قومندان په ګډون څلور تنه مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون نن(دوشنبه، ۵ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پېښه نن غرمه مهال د دغه ولایت د واما ولسوالۍ اړوند «وچ خوړ» سیمه کې د سړک د خرابوالي له امله رامنځته شوې ده.
نومووړی وایي، پېښه کې د واما ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قومندان مولوي احمد شاه او درې تنه ساتوونکي یې وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د والي د ویاند په خبره، ټپیان یې د کونړ مرکز اسعدآباد روغتون ته انتقال کړي، چې ډاکترانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
لټون زیاتوي:«پېښه نن غرمه مهال دنورستان د واما ولسوال د وچ خوړ په سیمه کې رامنځته شوې، چې رینجر موټر له سړک اوښتی او چپه شوی چې په کې سپاره د واما ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي احمد شاه او درې نور طالب سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.»
د تیرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ هم د واما ولسوالۍ د« ارچنو پُل» سیمه کې د طالب ځواکونو یو رینجر موټر د ګړندي تګ له امله سیند ته لویدلی و، چې په کې سپاره پنځه امنیتي منسوبین ټپیان شوي وو.
نورستان کې ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې د سړکونو د خرابوالي او دموټر چلوونکو تیز تګ له امله رامنځته کیږي.
