اطلاعات روز: د ننګرهار په پښتورګو روغتون کې د یوه ناروغ له ګردې څخه ۵۰ تیږې ویستل شوي.
ننګرهار کې د پښتورګو ملي روغتون سرطبیب ډاکتر واقیف نیازي نن(دوشنبه، ۵ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په روغتون کې یې ډاکترانو د یو بریالي عملیات پرمهال د مطيع الله په نوم يوه ناروغ له چپ پښتورګي څخه شاوخوا پنځوس لويې او وړې تيږې د عمليات په ترڅ کې وويستل شوې.
نوموړی وایي، چې د ناروغ ښي پښتورګی پخوا عملیات شوی او د کيڼ اړخ ګردې د تېږو د« کراټينين » مقدار هم ډېر لوړ و، چې په بریالیتوب سره یې عملیات ترسره شو.
د هغه د مالوماتو له مخې د یاد ناروغ روغتیایي وضعیت اوس د ډاډ وړ دی.
دا په ختیځ کې یواځنی د پښتورګو د درملنې یو شپیته بستریزه روغتون دی چې چارې په ۲۰۰۶ کال کې پيل خو د ځینو ستونزو له امله یې کارونه په ۲۰۱۷ کال کې بشپړ شول.
