د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر: په ټولو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړو

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر په لوګر کې جوړې شوې غونډې ته وویل، پلان لري، چې په ټولو ولایتونو کې د ولایت او ولسوالۍ په کچه معیاري دیني مدرسې جوړې کړي.

هغه لوګر ته په سفر کې د عصري زده کړو تر څنګ په دیني زده کړو هم ټینګار وکړ او ویویل، چې لاهم په ډیری ښوونځیو کې زده کوونکو له اسلامي احکامو نا خبره دي.

منیر وویل: «د اسلامي امارت د پوهنې وزارت پلان لري، چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې په معیاري ډول د ولایت په کچه یوه، یوه دیني مدرسه جوړه کړي، چې دا کار به انشاالله په نږدې ورځو کې پیل شي او په دې سره به په دیني زده کړو کې شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.»

طالب وزیر زیاته کړه، چې له تېر نظام ورته د پوهنې برخه کې نیمګړی نصاب ورپاتې شوی، چې د هغه په وینا د بشپړېدو او لامعیاري کېدو په موخه به کوټلي ګامونه اخلي.

هغه همدا راز د لوګر ولایت د پوهنې ریاست اړوند په کارمندانو او ښوونکو ټینګار وکړ، چې خپلو دندو ته ژمن و اوسي.

نوموړي وویل: «دلته د پوهنې لپاره مونږ چې څومره فکر کاوه هماغسې نه خدمت شوی او نه یې چوکاټ معیاري شوی، ځکه مونږ په کابل کې ځینو ښوونځیو ته لاړو تاسو باور وکړئ، چې د ځینو شاګرانو یې د اودس فرضونه نه و زده.

زمونږ وزارت په دې کار کوي، چې نصاب او د زده کړو بهیر معیاري کړي، له استادانو او د پوهنې ریاست له کارمندانو غوښتنه کوو، چې په اخلاص خپلو دندو ته ژمن و اوسي.»

په همدې حال کې بیا د لوګر ولایت د پوهنې ریاست طالب مسوولینو له راغلي پلاوي په دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو هواري غوښتنه وکړه.

د پوهنې طالب ریس جنت ګل عزیز وايي: «مونږ له وزیر صیب څخه ډېره زیاته مننه کوو، چې دلته لوګر ته راغی، خو ځینې غوښتنې هم لرو، هغه دا چې مونږ په لوګر کې ډیری ښوونځي تعمیرونه نه لري، په ښوونځیو کې د زده کوونکو لپاره پوره درسي کتابونه نه لرو. وزیر صیب بله مسله دا ده، چې د پرسونل له کموالي سره هم مخ یو، هیله ده دې ستونزو ته جدي پام وشي.»

په لوګر کې د ځینو لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د پوهنې وزیر له لوري د شویو ژمنو په عملي کېدو ټینګار کوي او وايي، په تېر نظام کې هم ورسره بار، بار دا ډول ژمنې شوي، خو عملي نه شوې.

د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي اقبال جان اطلاعات روز ته وویل: «مونږ سره په تېر نظام کې د وخت وزیرانو او نورو چارواکو هم دې ته ورته لکه نن چې د اسلامي امارت وزیر کومې ژمنې وکړې هغوی هم بار، بار کړې وې، ولې متاسفانه عملي یې نه کړې. هیله لرو، چې د طالبانو وزیر یې عملي کړي.»

پوهنې وزیر په داسې مهال لوګر ته سفر کوي، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې لاهم ګڼ ښوونځي ودانۍ او زده کوونکي یې د درسي کتابونو له کموالي سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه