کندهار کې یوې شپږکلنې نجلۍ ژوره څاه کې د لویدو له امله ساه ورکړه

اطلاعات روز: تېره ورځ د کندهار ولايت شاولیکوټ ولسوالۍ په کجور سیمه کې یوه شپږ کلنه نجلۍ ژور څاه ته لوېدلې او وروسته يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه شپږ کلنه نجلۍ واحده نومېده چې نن ماسخوتن له څاه څخه مړه را ويستل شوه.

د‌ شپږ کلنې واحدې د ژوندي ژغورلو له پاره د دغه ولايت د فوايد عامې رياست پرسونل يادې سيمې ته تللی و، خو د هغوئ تر رسېدو څو ساعته مخکې لا واحدې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

کندهار ولايت کې د طالبانو د فواید عامې رئیس نعمت الله سراجي اطلاعات روز ته وويل، څو چې د پېښې ځای ته د دوی د ژغورنې پرسونل رسیده شپږه کلنې واحدې په څاه کې ساه ورکړې وه.

سراجي وايي، دغه انجلۍ شاوخوا ۴۴ ميتره ژور څاه ته لويدلې وه، او د همدې ژورې څاه په نيمې برخې يعني ۲۲ ميترۍ کې بنده پاتې وه.

د‌ سراجي په خبره، « موږ هغې سیمي ته پر وخت د الوتکې او ځمکې له لارې ماشينري او پرسونل واستول خو زموږ تر رسېدو مخکې د‌ هغه کلي خلکو تلوار کړی و، او واحده ترې مړه شوې وه.»

د واحدې پلار چې له خبرو کولو ډډه کوي يوازي دومره وايي، چې په خپل ورځنیو چارو بوخت و او نه پوهېده چې دا ډول پېښه به ورسره وشي.

له هغه سره چې د طالبانو حکومت ټولو خلکو ته سپارښتنه کړې څو په خپلو کورونو او کروندو کې د څاګانو او برمو سرونه پټ وساتي خو بيا هم خلکو د طالبانو به خبره غوږ نه دې ښورولی.

ياده دې وي چې يوازې په تېرو دريو مياشتو کې په کندهار، هلمند او زابل ولايتونو کې څاه ته د ماشومانو د لوېدو پنځه پېښې ثبت شوي چې له هغه جملې دريو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور بيا ژوندي ژغورل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه