طالبان: خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پر ډیورنډ فرضي کرښه پوستې جوړو

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو طالب چارواکي وايي، د ډیورڼد فرضي کرښې ساتنې لپاره یې په ځینو سیمو کې امنیتي پوستې جوړې کړي او د پاتې نورو سیمو لپاره یې هم پلان چمتو کړی دی. 

د دغې قول اردو طاالب قومندان محمد ایوب خالد د د نږدې ۶۰۰ طالب سرتېرو د فراغت په مراسمو کې دا ډاډ هم ورکړی، چې تازه فارغ شوي سرتېري به له افغان خاورې د دفاع په موخه په ډیورڼد فرضي کرښه ځای پر ځای شي.

قومندان زیاته کړه، چې د ډیورنډ فرضي کرښې ساتنې لپاره یې پر پوله یې ځینې امنیتي پوستې جوړې کړې، چې د دوی په وینا د یادو فارغو سرتیرو یو برخه به هم په کې ځای پر ځای شي.

 هغه وویل: «مونږ د ۲۰۳ منصوري قول اردو چې کومه ساحه راځي، لکه د پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو په مربوطاتو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه ځینې پوستې جوړې کړې او له اختره وروسته به په پاتې ځایونو کې هم منظمې امنیتي پوستې جوړې کړو، چې دا به د کرښې ساتنې لپاره مثبت ګام شي او تر ډېره به افغان لوري ته د شته ګواښونو مخه ونیول شي.»

له نظامي زده کړو فارغ طالب سرتیري وايي، په ښه ډول یې د سپکو او درنو وسلو کارول زده کړي او ډاډ ورکوي، که هر ځای په دندو وګمارل شي دوی ورته پوره چمتوالی لري.

له دې ډلې یې یو تن نورالله وویل، چې دوی د هر ډول وسلو په برخه کې زده کړې کړي، چې د نوموړي په وینا که د امنیت لپاره هر ځای ته ولېږل شي، له ځنډ پرته به چمتو شي.

نوموړی وايي: «دلته مونږ په تېرو دوو میاشتو کې د ډي سي توپ ویشتلو، پیکه، راکېټ او نورو هر ډول وسلو تمرینونه ترسره کړل او ولس ته ډاډ ورکوو،  چې له خپلې خاورې او ستاسو د امنیت پوره او کلکه ساتنه به کوو. مونږ که هر ځای لېږل کیږو، نو زمونږ کار له امنیت راوستلو سره دی.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي، د عامه نظم ساتنې په موخه امنیتي کسان په منظم لباس سمبال کړي.

په دې اړه د پکتیا ولایت د شواک ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي نور الله اطلاعات روز ته وویل: «دا ښه ده، چې د امنیت او خاورې ساتنې لپاره اردو جوړه شي، خو زمونږ او د ټول ولس یوه غوښتنه له امنیتي مسوولینو او اسلامي امارت څخه دا ده، چې خپلو نظامي کسانو ته منظم لباس ورکړي، تر څو هم ورسره د نورو ډلو مخه ونیول شي او هم به په ښارونو کې نظم راغلی وي.»

ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د نظامي تاسیساتو جوړېدو اقدام په داسې مهال پورته کیږي، چې په دې وروستیو کې طالب ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې له پاکستاني پوله ساتو سره نښتې هم کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه