لوګر کې د طالبانو ښاروال: غصب شوې دولتي ځمکې له ځنډ پرته بیرته راګرځول کیږي

لوګر کې د طالبانو ښاروال وایي، چې په دغه ولایت کې یې لسګونه جریبه دولتي ځمکه بیرته راګرځولې او هغو کسانو ته یې خبرداری ورکړی چې په زور یې دولتي ځمکه عصب کړې ده.

لوګر ولایت ولایت پل عالم ښار کې د طالبانو ښاروال محمد اسحاق سعید اطلاعات روز ته وویل، پل عالم کې یې د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو په موخه د ولایت په مشرۍ ځانګړی کمیسیون هم ټاکلی دی.

نوموړی وايي: « مونږ له تېرو څو میاشتو لپاره په دې کار وکړ، چې د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو لپاره پلان چمتو کړو، خوشبختانه چې اوس مونږ د هغو ځمکو د بیرته راګرځولو لپاره عملي ګامونه پیل کړي، چې د ښار اړوند په ځینو ساحو کې زور واکو په یو او بل نوم دولتي ځمکې غصب کړې دي.»  

د سعید په وینا چې د ښار پراختیا لپاره یې هم په بېلابېلو ساحو کې هغو بې روزګاره ځوانانو ته د ښاروالۍ تر چتر لاندې غرفې جوړې کړې، چې له دې وړاندې یې د پل عالم ښار نظم ګډ وډ کړی و.

د لوګر ولایتي ادارې له غاصبینو د غصب شویو ځمکو خلاصون په موخه ځانګړی کمیسیون هم ټاکلی، ځینې غړي یې وايي، هغو کسانو ته یې له وړاندې خبرداری ورکړی، چې په زور یې د دولت په ملکیت کورونه او مارکېټونه جوړ کړي.

د یاد کمیسیون یو غړي حاجي محمد اطلاعات روز ته وویل: «مونږ د څو ریاستونو په ګډه یو کمیسیون د ولایت تر نظارت لاندې جوړی کړی او کومې ځمکې چې خلکو غصب کړي، نو د هغوئ د خلاصون لپاره مو غاصبینو ته د وړاندې خبر ورکړی، چې خپل ودان شوي ځایونه ونړوي او همدغه ځمکه چې دولتي ده، دولت ته پرېږدي.»

د پل عالم ښار اوسېدونکي هم د غصب شویو ځمکو بیرته راګرځول ښه ګام بولي او غوښتنه کوي، چې دا چاره باید له توپیري چلند پرته په ټولو یو شان عملي شي.

د محمد کریم مندوزي په نوم یو ځوان د غصب شویو ځمکو بیرته راګرځول په اوس وخت کې ښه پرېکړه یادوي او وايي، چې په دې سره به د ښاروالۍ په عوایدو کې هم لوړ والی راشي.

مندوزي زیاته کړه، چې اړونده کمیسیون دې له توپیري چلند پرته د پل عالم ښار په ټولو هغو سیمو کې غصب شوې ځمکې تثبیت کړي، چې زورواکو په تېر کې نیولې دي او ورباندې یې ودانۍ جوړې کړي.

نوموړی وايي: «مونږ د ښاروالۍ ریاست او په ټوله کې د ولایتي ادارې له دې پرېکړې هر کلی کو او غوښتنه مو په دې برخه کې دا ده، چې هر چېرې چې کومې ځمکې دي، مثلا د بارګیندو لاندې ساحه غصب شوې که دا بیرته راوګرځول شي، نو هم به ورسره ښار پراخه شي او هم به یې عواید د دولت خزانې ته جمع شي.»

د لوګر یو بل اوسېدونکی لطف الله ستانکزی بیا په دې اړه دا نظر لري: «زما نظر دا دی، چې هغه کسان خپله په فساد کې ښکېل دي، چې هغوی د کمیسیون لپاره ټاکلي دي، نو زمونږ غوښتنه دا ده، چې د کمیسیون لپاره باید وړ او پاک کسان وګومارل شي.»

په لوګر کې د ښار جوړونې ریاست د مالوماتو له مخې تازه په دغه ولایت کې له هغې ۳۵۰ جریبه دولتي ځمکې هم مخنیوی شوی کوم چې ځینو کسانو یې د غصب هڅه کوله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه