اطلاعات روز: د پکتیا ولايت ګردې څېړۍ ولسوالۍ اړوند د ګردېز-خوست ترمنځ پر لويه لاره د بار وړونکي موټر د ټکر له امله يو تن مړ شوی.
د پکتيا ولايت د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند عمر بدري اطلاعات روز ته وويل، چې پېښه تېره ورځ ناوخته هغه مهال رامنځته شوه، چې يو باروړونکي موټر د سړک له غاړې له يو پل چک سره ټکر وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې په ياده پېښه کې بل چاته زيان نه دی اوښتی یوازې د موټر ډریور مړ شوی.
دده په وینا، مړ شوی کس محمد کبیر نومیږي د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی.
د پکتيا-خوست او پکتيا-کابل ترمنځ پر غځېدلو لويو لارو ډیری وخت له مرګ، ژوبلې سره مخ دا ډول ترافيکي پېښې رامنځته کيږي، چې لامل يې د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل کيږي.
