اطلاعات روز: د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې تېره شپه د تېز باد او باران له کبله اسماني تندر«ترنځې» لویدلو له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنک رياست څخه به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ د خوله جمال په سیمه کې پر یوې کوټې باندې ترنځه لویدلې چې په ترڅ کې یې دغور ولایت یو تن مسافر خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوې دي.
خبرپاڼه وايي ټپیان د درملني په موخه روغتون ته ليږدول شوې دي.
د یادونې وړه ده، چې د دغه ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې هم د ترنځې له امله خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
