د هلمند مرکز او ۶ ولسواليو کې د خوارځواکۍ روغتیايي مرکزونه فعال شول

اطلاعات روز: د هلمند روغتیايي مسوولين خبر ورکوي چې ددغه ولايت مرکز په ګډون ۶ ولسواليو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنيوي په موخه یې روغتيايي مرکزونه فعال کړې دي.

د هلمند ولايت د عامي روغتیا ریاست د خوارځواګۍ څانګي مدیر ډاکټر یارمحمد ناصري وايي چي د هلمند د مرکز او ولسوالیو په ۶ روغتیايي مرکزونو کي د دې ناروغۍ درملنه کېږي. او ترڅنګ يې د سوء تغذې ماشومانو لپاره خوراکي توکي په ۱۳۵ روغتیايي مرکزونو کي چمتو شوې دي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چي په دې روغتیايي مرکزونو کي سلګونه په خوار ځواکۍ اخته ماشومان بستر دي چې دامهال يې درملنه روانه ده.

بلخوا د هلمند په مرکز لښګرګاه کې د فاطمه بیات د خوار ځواکۍ د څانګي مشر  ډاکټر بسم الله احمدزی وايي يوازي دفاطمه بیات روغتون ته د ورځې ۲۵ تنه ناروغ ماشومان ور وړل کيږي چې ۵ يې په خوارځواکۍ اخته وي.

هغه وايي:« دلته هره ورځ تر ۲۵ تنو زیات ماشومان د خوار ځواکۍ له امله راوړل کېږي ، چي تر کتني وروسته يې ۵ تنه د بستر وړ بلل کېږي.»

احمدزی وايي، د سوء تغذې ماشومانو لپاره کافي امکانات لري ، د ماشومانو د متخصصو ډاکټرانو ترڅنګ صحې لارښوونکي هم شته، چې د درملنې تر څنګ رواني مشورې ورکوي.

د خوار ځواکو ماشومانو متخصص ډاکټر عبدالحلیم وزیري وايي، چي په دې ناروغۍ اخته هر ماشوم تر پنځه ویشت ورځو درملنه کېږي.

ډاکټران وايي چي دا قتصادي ستونزو، غربت، فقر او نا سم پوهاوي له امله په دې ولایت کي ماشومان په خوار ځواکۍ اخته کیږي ، چي اوس مهال يي د درملني لپاره روغتیايي برخه فعاله شوې ده، وايي  د دې ترڅنګ باید کورنیو ته د ماشوم د ښې روزني او پالني عامه پوهاوی ورکړل شي.

د هلمند ترڅنګ په ټول افغانستان کې افغان ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او د نړيوالو سازمانونو راپور له مخې نږدي ټول افغانان کافي خوړو ته لاس رسی نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه