ارزګان کې پر ۴۶۵ هکټاره ځمکه د انځرو باغونه جوړ شوي

لوی کندهار کې د اطلاعات روز خبریال

انځر چې د نورو وچو ميوو په پرتله يې قيمت لوړ دی، ارزګان کې سلگونه کسان د انځرو د باغونو په جويدو بوخت دي او له دې درکه ښه ګټه ترلاسه کوي.

ارزګان کې د طالبانو د کرنې اومالدارۍ د اطلاعاتو مشر قدرت الله حميدي اطلاعات روز ته وويل چې ارزګان د انځرو لپاره مناسبه هوا لري او دغه ميوې ارزګان کې ښه نتیجه ورکړې.

د حميدي په خبره چې په کلني ډول د ارزګان د انځرو له باغونو څخه ۲۸۰۷ ټنه انځر په لاس راغلې دي.

هغه اطلاعات روز ته وويل چې انځر يوه له هغو حاصلاتو څخه شميرل کيږي چې ګټه يې زياته او خواري یې کمه ده ځکه په دغه ولايت کې زيات شمير کروندګرو د انځرو د باغونو جوړيدو ته مخ کړې او پر څه باندې ۴۶۵ هکټاره ځمکه یې باغونه جوړ کړې دي.

دی وایي:« سږکال په ارزګان ولايت کې پر ۴۶۵ هکټاره ځمکه د انځرو باغونه  جوړ شوي وو چې له همدغو باغونو څخه ۲۸۰۷ ټنه انځر په لاس راغلي وو، او انځر د ارزګان په ولايت کې خاص ارزښت لري.»

د ارزګان کروندګر وايي تر بل هر وخت سږ کال د انځرو د باغونو جوړېدل زيات شوې دي.

سږ کال ارزګان کې تر بل هر وخت د انځرو باغونو جوړیدل زیات شوي

انځر چې دامهال يې د يوه کیلو قيمت ۵۰۰ افغانيو ته رسېږي سږ کال د ارزګان زيات ځمکه لرونکو يې کرکيلې ته مخه کړې ده.

ځمکه لرونکي وايي د تيرو کلونو په پرتله اوس په ارزګان کې د انځرو باغونه زيات شوي او لاهم دغه چاره ترسره کيږي او هرکال خلک پر خپلو ځمکو د انځرو باغونه جوړوي.

سيف الله چې د مرکز ترينکوټ ديک سيمې اوسېدونکی دی له اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل چې د انځرو د باغ جوړېدو لپاره يې له ډيرې لېرې سيمې څخه نيالګي راوړي او غواړي چې سږکال پر خپله ځمکه کې د انځرو باغ جوړ کړي.

هغه وايي که د انځرو باغ يې حاصل ته ورسېږي ورسره به يې اقتصاد ښه شي، دنوموړي په خبره چې په افغانستان کې د انځرو قيمت خورا لوړ دی، پالنه یې اسانه ده ځکه زيات ځمکه لرونکي د انځرو باغونه جوړوي.

دده په وینا:« سږکال ما پر خپله ځمکه کې ۳۰۰ د انځرو نيالګي کېنول ،هغه کسان چې اوس د انځرو باغونه لري اقتصادي حالت يې ډېر ښه دی په ټول ارزګان کې داسې څوک نشته چې ځمکه دې ولري او د انځرو د باغ جوړېدو پلان دې و نه لري ټول خلک همدغه کار کوي ځکه د يوه من انځرو قيمت ۲۵۰۰ افغانيو ته رسيږي.»

د انځرو پالنه اسانه او قیمت یې لوړ دی ځکه خلک د انځرو باغونه جوړوي

حاجي محمد نعيم چې په تیرو کلونو کې به يې په خپله ځمکه کوکنار کرل وايي چې سږکال چې د طالبانو لخوا ورباندې د کوکنارو کښت بند شوی غواړي چې د کوکنارو پر ځای د انځرو باغونه جوړ کړي.

دی وایي، که ځمکه د نورو کښتونو لپاره اماده کړي د انځرو په څیر ګټه نه کوي.

دی زیاتوي:« ما دلته کوکنار کرل خو سږکال طالبانو کوکنار بند کړل ماهم دغه خپله ځمکه د انځرو د باغ لپاره اماده کړه ځکه بل هيڅ کښت زموږ مصروفونه نه پوره کوي.»

ارزګان ولايت کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د اطلاعاتو مشر وایي، چې دوی به د انځرو د باغونو جوړيدو برخه کې  ډيره زياته پاملرنه وکړي او وخت پر وخت به ځمکه لرونکو ته سلاح مشورې ورکوي.

د کرنې او مالدارۍ پوهان هم انځر د اقتصادي پلوه ښه يادوي او زياتوي چې د انځرو باغونو په جوړېدو سره به د خلکو اقتصادي حالت ښه شي.

په ارزګان کې د کرنې اومالدارۍ يو تن انجینر صبعت الله صابر وايي انځر وچه مېوه ده او د خوسا کېدو چانس يې کم او پالنه او روزنه يې اسانه ده.

هغه له کروندګرو غواړي چې د انځرو باغونو په جوړېدو کې دې د کرنې په برخه کې د پوهانو سره سلاح مشورې وکړي.

دی وايي:« انځر وچه میوه ده د خوسا کيدو بېلګې يې موږ کمي ليدلي دغه اوس هم د انځرو قيمت ډېر لوړ دی ځکه د انځرو څخه زيات استفاده په خارجي هېوادونو کې کېږي خو کروندګرو ته په کار ده چې د باغونو جوړېدو په برخه کې د کرنې پوهانو سره مشورې وکړي.»

د ارزګان ترڅنګ په جنوبي ولايتونو کندهار او هلمند کې هم زياتو خلکو د انځرو کرکېلې ته مخه کړې. دوی له طالبانو حکوما څخه یې هیله کوي چې  بهرنیو هیوادونو ته دې د وچ میوې اسانتیاوې برابرې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه