ارزګان کې یوه ترکي خیریه بنسټ ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه

اطلاعات روز: د ترکيې هیواد يوه خیریه بنسټ «IHH» د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې ۴ سوه بې وزلو ته بیلابیل خوراکي توکي وویشل.

د ياد بنسټ مسول مجاهد ددغو مرستو د ویش پرمهال وويل چې دغه مرستې چې بیلابیل خوراکي توکي پکې شامل دي هغو کورنيو ته ورکول کېږي چې دتيرو جګړو پرمهال یې ځاني زیان لیدلی وي.

هغه وايي، په يادو بشرې مرستو کې اوړه ،غوړي،بوره وريجي لوبیا او يو شمير نور خوراکي توکي شامل دي.

مجاهد وویل:« موږ د افغانستا په بیلابیلو سیمو کې ۴ زره ټنه خوراکي توکي په اړمنو ویشلي، چې په دغه مرستو کې لوبیا، نخود، وريجي، بوره، مالګه او اوړه شامل دي چې دلته ارزګان کې مو څلور سوه کورنيو ته وویشل.»

ارزګان ولایت کې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوول مولوي منظور د ترکیې هیواد له مرستو مننه وکړه او پر ټولو مرستندویه ادارو یې غږ وکړ چي د اړمنو لاسنیوی وکړي.

دی وایي:« د ترکیی هیواد د خلکو مننه کوم چې بې وزلو سره یې مرسته وکړه او له نورو مرستندویه ادرو څخه هیله کوم چې جګړو ځپلو سره مرستې وکړي.»

مرسته ترلاسه کوونکي خوشحاله دي چي د ترکي هیواد لخوا ورسره د خوراکي توکو مرستې شوي وایي، سخت بې وزله او ګڼو ستونزو سره مخ دي اوغوښتنه کوي چي باید نوري مرستي هم ورسره وشی.

دوی زیاتوي:« موږ د سهار ماښام ډوډۍ نه درلوده کور يې ودان چې زموږ سره يې مرستې وکړې موږ ډير زيات مجبوره یو هيڅ نه لرو غوښتنه کوو چې په راتلونکي کې هم زموږ سره مرستې وکړي.»

تردې وړاندي د هند او چین په ګډون یوشمېر نورو هیوادونو هم د ارزګان اړمنو کورنیو سره مرستې کړي. په دغه ولايت کې زرګونه جګړه ځپلي خلک شته چې دا مهال مرستو ته اړتیا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه