هلمند کې یو افغان ډاکټر د موروثي پرې شونډو ماشومانو وړیا عملیات کوي

هلمند کې د ترکیې هیواد راغلی افغان ډاکټر د هغو کسانو جراحي عملیات ترسره کوي چې موروثي او یا نورو ستونزو له امله یې شونډې پرې وي.

د ترکيې راغلي افغان جراح ډاکټر عبدالغفار غیور هلمند کي د ارثي پرې شونډې، پزه او تالو نښتو ناروغانو جراحي عملیات ترسره کوي.

دا عملیات د یوه ځانګړي متخصص ټیم له خوا په وړیا توګه بست کدري روغتون کي ترسره کېږي.

د هلمند دعامي روغتیا رییس ډاکټر سعید احمد سعید وايي، په دې اړه یې د هلمند ټولو ولسوالیو ته خبر ورکړی، او تر دا مهاله یې سل کسان راجستر کړي. چي دلته يې د هستوګنې لپاره هم اسانتیاوې برابرې شوې دي.

دی وايي: « دا لومړی ځل دی، چي دغه ډول عملیات په وړیا توګه ترسره کېږي او دا پرې شونډو ماشومانو د راتلونکي لپاره یو ښه زېرې دی، ځکه د هغوئ ژوند به له بدرنګۍ څخه وژغورل شي.»

سرجن ډاکټر عبدالغفار غیور وايي تر کابل او کندز وروسته يي هلمند کي دا وړیا جراحي عملیاتونه پیل کړې دي.

ده زیاته کړه:« تر هغو به هلمند کي وي، ترڅو راجستر شوو ناروغانو جراحي عملیاتونه پای ته نه وي رسیدلي.»

 دده په وینا له دې سره سره به هلمند کي ډاکټرانو سره خپلي مشورې او خپله پوهه شریکه کړي، ترڅو په راتلونکي کې ځایي ډاکټران هم دغه ډول عملیاتونه په بریالیتوب سره ترسره کړي.

د هلمند عام اوسیدونکي او د ناروغانو کورنۍ وايي خوښ دي، چي هلمند کي داسې یو فرصت برابر شوی، چي د پرې شونډو ماشومانو درملنه کېږي . وايي هیله لري چي دغه ډول عملیات او درملنه دوامداره شي او په وړیا توګه تر ټولو هلمندیانو ورسېږي.

د امیندوارۍ پرمهال د میندو خپل سري درمل استعمالول، مناسب خواړه نه خوړل او یا ورته لاسرسی نه لرل هغه لاملونه دي چې ماشومان پرې شونډې دنیا ته راځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه