کندهار کې د نجونو یوې لېسې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوی کندهار کې د اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: کندهار کې د میرزا احمد په نوم د نجونو د یوې لېسې ودانۍ داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چې طالبانو د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

دا ليسه چي د کندهار ښار د اتمې ناحیې په ميرزا احمد خان کلاچې کې موقیعت لري د اوس وخت له پاره پکې زياتې نجونې په درس ويلو بوختې دي.

کندهار د طالبانو د معارف رياست وياند نظر محمد صميم اطلاعات روز ته وويل، چې په دې ښوونځي کې شاوخوا ۹۸۰ ښځینه زده کوونکي په تعليم بوختې دي، چې له هغې جملې ۷۵۰ نجونې له اول څخه بيا تر شپږم ټولګي او ۳۲۰ نجونې له اووم څخه بيا تر دولسم ټولګي تعليم کوي.

صميم وايې، دغه ښوونځي چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، دولس تدريسي صنفونه، څلور اداري اتاقونه، تشنابونه، د زده کوونکو لپاره ځانګړی د لوبو ميدان، د لاس مينځلو معياري ځايونه، د اوبو او برېښنا منظم سيستم لري.

له دې ودانۍ پرانیستې سره به څه باندې ۹۸۰ نجونو ته د زده کړو ښه چارپریال برابر شي

د‌ هغه په وينا، دې ښوونځي کې دوه وخته تدریس کېږي، چې پر يوه وخت شاوخوا پنځه سوه زده کوونکې تعليم کوي.

په ورته وخت کې د « یو این ایچ سي ار» موسېسې د ساختماني چارو‌ مدير انجینیر امیر محمد اطلاعات روز ته وويل، چې دا مکتب د يو اين ايچ سي ار موسېسې په همکارۍ او د جاپان هېواد په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د‌‌ هغه په وینا، د‌ دې ودانۍ پر جوړېدو شاوخوا ۲ لکه ۵۷ زره امريکايي ډالر لګښت راغلی چي چاپان هیواد ورکړی.

د انجينر محمد په خبره: « ددغه پروژې د بشپړېدو چارې  N.H.C.C ساختماني کمپنۍ له لوري بشپړې شوي، د وادنۍ ساختماني چاري په ۲۰۲۱م کال د جولايي مېاشت پيل او د ۲۰۲۲م کال د اپريل مياشتې پر ديارلسمې نيټې پای ته ورسېدې.»

ددغه ښوونځي ودانۍ مالي لګښت جاپان هیواد ورکړی

ورته مهال د کندهار قومي مشر محمد حنيف، د ټولو کندهاريانو په نمايندګۍ د جاپان هېواد له خلکو مننه کوي‌، چي دغه پيسې يې خپل د هېواد پر ځای افغانستان کې مصرف کړې او د‌ې خاورې بچيانو ته يې د زده کړې او تعليم کولو زمينه برابره کړه.

هغه وايې،‌‌ د‌‌ افغانستان او په خاصه توګه د کندهار خلک به د جاپان هېواد د‌ خلکو دا بشردوستانه کومکونه او مرستې هيڅ وخت هېرې نکړي.

د ښوونځي زده کوونکې د نوې ودانۍ پر جوړېدو خوښي څرګندوي، او وايي، چې اوس به خپل تعليم په ښه فضا کې پرمخ بيايي.

زده کوونکې خوښې دي چې نوی ودانۍ او د زده کړو ښه چارپریال ورته برابر شوی

نوريه‌ چې اوس په شپږم ټولګۍ‌ کې زده کړې کوي اطلاعات روز ته وویل، پخوا يې په خيمو کې د خاورو پر سر درسونه ويل خو اوس به په پاکو او معياري صنفونو کې زده کړې کوي.

نوريه د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي او تر شپږم ټولګۍ له پورته انجونو څخه يې بيا وغوښتل چې درسونه ته‌ ورشي ځکه چي په اوس وخت کې يې درسونه د‌معياري کېدو په حال کې دي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو راتګ سره  د شپږم ټولکي پورته نجونو ښوونځي تړل شوي او لا معلومه نده چې طالبان به ددوئ پرمخ کله ښوونځي پرانیزي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه