هلمند کې پر ۸۰۰ مالدارانو حېواني خوراکه وويشل شوه

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي دوی په دغه ولايت کې پر هغو مالدارانو حيواني خوراکه ويشلې چې حيوانات يې د خوراکې له کمښت سره مخ وو.

د هلمند ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست لخوا څخه اطلاعات روز ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې د کندهار مهاجرینو یا KRO موسېسې په مالي همکارۍ چمتو شوې وې.

خبرپاڼه ليکي چې دوی يادې مرستې  د یوې ګډې کمیټې لخوا تر شفافي سروې وروسته مستحقو کسانو ته ورکړې دي.

دغه خبرپاڼه کې لیکل شوي :« یاده متراکمه حیواني خوراکه د مالونو د شیدو په زیاتوالي ، روغتیا او مړښت برخه کې ګټوره ده چې تر ډیره ورته مالداران زیات خوشحاله دي.»

په ورته وخت کې هغه مالداران چې حيواني خوراکي مواد يې ترلاسه کړي دي وایي، چې حيوانات يې د ناروغيو له خطر سره هم مخ دي او له دوی سره دې د حیواني درملو، واکسینونو او د عامه پوهاوي په برخه کې مرستې وشي.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ اداره وايي دوی هڅه کوي چې د بهرنیو مرستندویانو د مرستو لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځوي تر څو په محلي کچه د مالدارانو ملاتړ وشي او له همدې لارې یې په اقتصادي بهیر کې نوښت او بهبود رامنځته شي.

افغاستان چې يو کرنيز هېواد دی ډير خلک يې کورنۍ اړتیاوې د کرنې او مالدارۍ له لارې پوره کوي خو لا تر دې دمه په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه