ارزګان خلک: د طالبانو مشخص نظامي یونیفورم نه شتون عامو خلکو ته سرخوږی جوړ کړی

لوی کندهار کې د اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: افغانستان کې واک ته د طالبانو رسیدو شاو خوا اته میاشتې تېریږي خو، تراوسه دوی ندي توانیدلي چې په ښارونو کې خپل کسان په نظامي لباس سمبال کړي.

ارزګان کې عام خلک وايي که څه هم طالبانو په څو ځله ژمنه کړې چې ژر تر ژره به خپلو نظامي کسانو ته ځانګړي يونيفورم مشخص کوي خو تراوسه نه دي توانیدلي.

محمدنسيم چې دارزګان په مرکز ترينکوټ کې په يوه هټۍ کې کاروبار کوي د اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل چې د شپې تر ناوخته په سوداګرۍ بوخت وي او څو ورځي وړاندې د غيرې مسووله وسله والو لخوا پر لاره درول شوی او د پیسو په ګډون د جيب ټول توکي د طالبانو په جامه کې غلو ورڅخه لوټ کړې دي.

هغه وايي ددغو کسانو لخوا څخه ورته ويل شوي دي چې دوی د طالبانو نظامي کسان دي او غواړي چې تلاشي وکړي خو په خبره يې وروسته ورته معلومه شوه چې ياد کسان غله وو او له ده څخه يې هرڅه لوټ کړل.

نوموړی وايي د طالبانو د نظامي کسانو يونيفورم نه شتون دوی ته زياتې ستونزې جوړې کړي او د نظامي او غيرې نظامي وسله والو ترمنځ توپیر نه کيږي.

ارزګان خلک وایي که طالبان خپلو کسانو ته نظامي لباس ور نه کړي نو په ښار کې به ستونزې لا ډیرې شي

هغه وايي طالبان دي ژر ترژره د خپلو کسانو لپاره يونيفور مشخص کړي ترڅو د جنايي او نورو ورته پيښو مخه ونيول شي.

هغه وویل:« دغه څو ورځې مخکي زه د شپې دولس بجې کورته روان وم پر لاره يې راونيولم راته وويل چې تلاشي کوو خو بیا يې ۱۰ زره کالدارۍ او نور د جيب سامان راڅخه واخيسته زه يې خوشي کړم راته یې وويل لاړ شه څوک خبرنه کړي هر نظام ځانګړی لباس لري خو طالبان اوس هم په شخصې جامو کې ګرځي.»

په ورته مهال د چارو پوهان هم په ورته نظر دي او د طالبانو د نظامي کسانو لپاره يونيفور اړين يادوي.

جنرال ثمر سادات وايي په ښارونو کې د طالبانو نظامي لباس نه شتون عامو خلکو ته سرخوږی جوړ کړی اودوی هیڅ نظاميان نه ښکاري.

نوموړی نظامي لباس او نظم د پوځيانو لپاره اړين بولي او زياتوي چې دغه چاره د يوه هېواد هويت څرګندوي.

سادات وايي:« اوسپنيز نظم او ډيسپلين د يو منظم پوځ جوهر دی چې دا باید په بیلابیلو قطعاتو کې عملي شي چې دغه چاره د يوه هېواد د امنيتي هويت څرګندونه کوي:»

عام خلک له طالبانو غوښتنه کوي چې امنيتي ارګانونو لپاره دي نظامي لباس مشخص کړي ترڅو نظامي او ملکي کسان معلوم شي.

د ارزګان يو بل اوسيدونکي سيدالله هم د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې هغه کسان چې په شخصي لباس کې امنيت ساتي عام خلک ورڅخه ويره لري.

دی وايي:«معلومات نه کيږي چې داڅوک دي  شخصې خلک دي، نظاميان دي، څوک دي د ښار په منځ کې ولاړ وي او له نوم څخه یې ناوړه ګټه پورته کېږي.»

نظامي کارپوهان وایي، نظامي کسان باید په ځانګړي یونیفورم سمبال وي، نظم او ډسپلین مراعت کړي

له کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسيدلې دي نظامي کسان يې د نورو عامو خلکو په څير لباس لري او د وسلو او بګړيو سره  د امنیت ساتنې په موخه ښار کې تلاشي کوي.

تردي مخکي د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند سعيد خوستي ويلي وه چې د نظامي لباسونو ستونزه به ژر حل کړي.

هغه ويلي وه چې دوی به دي برخه کې زيات کار کړی دی يو شمير ارګانونو ته يې لباس چمتوکړی دی.

په ارزګان کې د طالبانوامنيه قومندان ملاعبدالله بشير وايي د يونيفورم په برخه کې د کورنيو چارو وزارت پلان جوړ کړی او د نظامي لباس رنګ يې مشخص کړی دی.

نوموړی وايي دوی له مرکز څخه غوښتنه کړې چې د نظامي او ملکي کسانو لپار ځانګړی يونيفورم مشخص شي او په خبره يې هيله شته چې په نږدې راتلونکي کې دغه ستونزه حل شي.

بشير وايي:« د يونيفور لپاره ټوکر مشخص شوی موږ له مرکز څخه غوښتنه کړې چې نظامي کسانو ته يونيفور مشخص کړي ان شاءالله دغه ستونزه به ژر حل شي.»

کله چې په تيرو وختونو کې طالبان د تير حکومت پر وړاندي جګړه کوله ځانګړی لباس یې نه درلوده او د ملکي خلکو په جامه کې يې جګړه کوله.

اوس چې اته مياشتې تیریږي لاهم طالبان د يوه منظم پوځ په جوړيدو او د نظامي لباس په ترلاسه کولو نه دي بريالي شوي او دا به په راتلونکي کې وليدل شي چې طالبان ددې توان پیداکوي چې خپل پوځ منظم او ځانګړي نظامي يونيفور ورته مشخص کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه