لوی کندهار کې د اطلاعات روز خبریال
اطلاعات روز: په ارزګان کې هغه خلک چې په تيرو وختونو کې یې د جګړو له امله کورونه ویجاړ شوي غوښتنه کوي چې د کورونو بیا رغونه کې دې ورسره مرسته وشي.
لعل محمد چې دارزګان ولايت دمرکز ترينکوټ څخه د ديوې څنډي نچين سيمې اوسيدونکی دی د اطلاعات رزو سره يې په خبرو کې وويل چې په تيرو وختونو کې دده کور د جګړې لومړۍ کرښه وه چې له امله يې کور په بشپړ ډول ويجاړ شوی دی.
هغه وايي، د کورنۍ لس نفر یې تر غاړې دي زياتې اقتصادي ستونزې لري او په خبره يې که د کور په جوړولو کې ورسره مرسته ونه شي په يوازي سر د بیاځلي ترميم توان نه لري.
نوموړی غوښتنه کوي چې د کور بیاځلي ترميم کولو کې دي ورسره طالبان او ياهم نړيوال مرستندويه موسېسات مرسته وکړي.
دی وايي: « زما کور کمربند و دغه څو کاله زه خپل کور ته نه يم راغلی اوس تازه راغلم دلته تاسو وګورئ هيڅ شی زما په کور کې نه دی پاتې هرڅه لوټ شوي دي زه په يوازې سر ددغه کور د رغولو توان نه لرم زما سره باید دولت ياهم موسېسات مرسته وکړي.»

دا يوازي لعل محمد نه دی چې کور يې تيرو جګړو ويجاړ کړی، حاجي شمس الله چې د ارزګان ولايت د چنارک سيمې اوسيدونکی دی وايي چې د دوی ټول کلی د تيرو جګړو له امله ويجاړ شوی او د سيمې خلک هغه وخت له کلي څخه وتلي وو.
نوموړی وايي د دوی د سيمې ډيری اوسيدونکي چې اقتصادي ستونزې لري په همدغه ويجاړو کورونو کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.
هغه وايي په سيمه کې يو شمير کسان د خپلو کورنو د بیا ترميم لپاره لاس په کار شوي او په خپل لګښت خپل کورونه جوړوي.
هغه وايي هغه کسان چې د کورونو د جوړيدو توان نه لري بايد ورسره مرستې وشي.
نوموړي وويل:« زموږ کورونه په تيرو جګړو کې خراب شول يوشمير يې خلکو بیرته جوړ کړل خو ډير نور خلک يې بیا د جوړولو توان نه لري په کار ده چې زموږ د خلکو سره مرستې وشي.»

ارزګان هغه ولايت دی چې په تيرو وختونو کې دښار شاخوا کمربندي سيمو کې د عامو خلکو کورونه وو چې ډيری يې ويجاړ شوي او دامهال رغيدو ته اړتيا لري.
بل طرف په ارزګان ولايت کې د طالبانو د ګډوالو چارو رياست يو تن مسول نوراغا د اطلاعات روز ته وويل چې د کورونو د بیا رغونې په برخه کې یې تردې مخکې هم کار کړی او سلګونه کسانو ته يې د موسېساتو په همکارئ ويجاړ شوي کورونه له سره رغولوې دي.
هغه وايي راتلونکي کې پلان لري چې د هغو کسانو سره د کورونو په جوړيدو کې مرسته وکړي چې کورونه یې ويجاړاو درغيدو توان یې نه لري.
د افغانستان په ډيرو ولايتونو کې خلک له ورته ستونزې سره مخ دي او ادعا لري چې د تيرو جګړو پرمهال يې کورونه ويجاړ شوې دي.
ارزګان کې داسي مهال خلک د کورونو د بیارغونې په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي چې پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته عام خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او د شپې ډوډۍ پيداکيدو ته انديښمن دي.
