په خوست ولايت کې لسګونه لاريون کوونکو ايران کې له افغان کډوالو سره د وروستي ناوړه چلند پر ضد لاريون کړی او د دغه هيواد حکومت يې له بشري حقونو په سرغړونې تورن کړی.
لاريون کوونکي وايي، هيواد کې د اقتصادي ستونزو له امله افغانان مجبور شوي، چې د کار لپاره ګاونډيو هيوادونو ته لاړ شي، خو د دوی په وينا چې هلته د افغانانو له مجبوريته د ايران خلک او حکومت ناسمه استفاده کوي.
په دې اړه د لاريون يو تن ګډونوال کامران تڼي وويل: « مونږ د ايران حکومت ظالمانه چلند له مظلومو افغانانو سره په کلکه غندو او له طالبانو له حکومت غوښتنه کوو، چې په دې اړه چپ پاتې نه شي.»
د دغه لاريون يو بل ګډون کوونکی شهباز لکڼوال وويل، چې ګاونډي هيوادونه د افغانانو له شته مشکلاتو ناسمه استفاده کوي او د هغه په خبره چې نه غواړي په اوسني روان اقتصادي بهران کې افغانانو ته د مرستې لاس ورکړي.
نوموړی وايي: « زمونږ ګاونډيانو که هغه پاکستان دی او يا هم ايران تل يې د خپلو شخصي ګټو لپاره مونږ ځپلي يو او د حکومت د کمزوري کولو هڅه يې کړې ده.»
خوست ميشتي له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې ايران کې له افغان کډوالو سره د شوي ظلم څېړنه وکړي او په دغه هيواد فشار راوړي، چې له روانو کړنو لاس واخلي.
په دې اړه د خوست اوسېدونکي او لاريون وال داود وويل: « زمونږ له نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له ادارې غوښتنه دا ده، چې په ايران کې له افغانانو سره د شوي ظلم ټولې پېښې وڅيړي او د ايران په حکومت بنديزونه ولګوي.»
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې کابل کې د ايران سفارت مسوولين له افغانانو سره د روان حالت په اړه احضار کړی و.
