اطلاعات روز: ننګرهار کې ۴۰۰ میرمنو ته د جامو ګنډلو په بېلابېلو برخو کې د څلور میاشتنۍ روزنې وروسته د خیاطۍ ماشینونه وویشل شول.
ننګرهار کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو ريیس مولوي فريدالله حقاني نن (دوشنبه، ۲۲ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په جلالاباد ښار او د سره رود ولسوالۍ « شيخ مصري ښارګوټي» کې ۴۰۰ مېرمنو ته د WFP ادارې په مالي لګښت او د BFANO په تخنيکي همکارۍ د خياطۍ ماشينونه ووېشل شول.
نوموړی وایي، دغو مېرمنو ته څلور مياشتې د ګلدوزۍ، حجاب او د ماشومانو خوب بسترې جوړونې برخه کې روزنه او هر مياشت د WFP له لوري د ۷۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته ورکړل شوې ده.
هغه يادو مېرمنو ته د حجاب په مراعاتولو سره له زده کړي کسب څخه د حلال رزق لاسته راوړلو سپارښتنه وکړه.
کسبګرې میرمنې هم د ترلاسه شویو مرستو خوښې دي، خو له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی په لاس جوړو شویو توکو ته دې بازار پیدا کړي.
