د طالبانو سرپرست حکومت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر ددغې ډلې امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې چې له دولتي ادارو او زورواکو څخه د بریښنا شرکت د برق بل پورونو اخیستو کې جدي کار وکړي.
بریښنا شرکت وايي، ډېری دولتي ادارو او زورواکو د کابل له سقوط مخکې او وروسته د برېښنا د بل پیسې نه دي ورکړي.
دغه شرکت څه وخت مخکې د برق قرضدارانو ته ضرب الاجل ټاکل وو او اعلان یې کړي و چې د پخوانیو دولتي چارواکو په ګډون د برق قرضداران که دبریښنا شرکت پورونه اجراء نه کړي دوئ به یې شتمنۍ وپلوري.
انعام الله سمنګانی د طالبانو د ویاند مرستیال نن (دوشنبه،۲۲ د وري) په یو ټویټ کې لیکلي، چې د ملا برادر په مشري د طالبانو اقتصادي کمیسیون، مرکزی بانک ته دنده سپارلې چې پر دولتي شرکتونو د بانکي بندیزونو د کمولو لپاره یو منظم میکانیزم رامنځته کړي.
سمنګاني زیاته کړې، چې د طالبانو اقتصادي کمیسیون ددغه ډلې د کابینې د ۲۸ مصوبې له پریکړې سه سم ټولو وزارتونو ته دنده سپارلې چې د خپلو اقتصادي او پراختیایي پروژو پلانونه چمتو او د طالبانو رهبرۍ ته يې وړاندې کړي.
