د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرېکټ ملاتړ ترڅنګ، میرویس اشرف د افغان کرېکټ استازي په توګه منلی دی

انځور: ACB

اطلاعات روز: د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرېکټ په اړه ځانکړې شوې غونډه کې د افغان کرېکټ ملاتړ اعلان کړی او میرویس اشرف یې د رسمي استازي په توګه منلی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا تېره ورځ ( یکشنبه، ۲۱ د وري) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان کرکټ بورډ لپاره جوړې شوې څارونکې کمېټې په خپل راپور کې ویلي چې د افغاستان نارینه کرېکت لوبډلۍ سره د مرستو د دوام ترڅنګ د ښخينه کرېکټ پراختیا غواړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي: « د کرېکټ نړیواله شورا د افغانستان د نارینه وو له لوبډلې ملاتړ کوي او مرستې به ورسره روانې ساتي ترڅو نړیوالو لوبو ته دوام ورکړي.»

د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان ښځینه کرېکټ لوبډلې په پراختیا باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ددوئ کاري کمیته به د ښځینه لوبډلې پرمختګ څاري او دوی ته به تازه معلومات ورکوي.

میرویس اشرف چې د افغانستان په استازي توب یې د کرکټ نړیوالې شورا د غړو هېوادونو د مشرتابه په ناسته کې ګډون کړی و او ویلي یې دي:« افغان کرکټ به د کرکټ په نړیواله شورا کې د تېر په څېر فعاله وي او د کرېکټ د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره به لا ډېر ګامونه پورته کړو.»

میرویس اشرف د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی چې د طالبانو له راتګ وروسته د عزیزالله فضلي‌ پر ځای د کرکټ‌ بورډ مشر وټاکل شو.

د کرکټ نړیوالې شورا داسې مهال په افغانستان کې د ښځو کرېکټ په پرمختګ ټينګار کړی چې د طالبانو سرپرست حکومت په دغه هېواد کې د شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو ته اجازه نده ورکړې.

افغانستان چې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړی دی او هر غړی مکلف دی چې د شورا د منشور پر اساس خپلې چارې پرمخ یوسي، که چیرته افغانستان د نړیولې شورا غوښتنې عملي نه کړي نو، پشپړ غړیتوب به یې له ننګونو سره مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه